د يونان په يوه مهاجر کمپ کې ناچاودلي مهمات موندل شوي
د یونان په لسبوس ټاپو کې مهاجرو په کاراتېپه کمپ کې ناچاودلي مهمات موندلي دي. د هاوان مرمۍ هغه مهال کشف شوه چې خیمې د سخت اورښت له کبله له اوبو ډکې شوې وې او مهاجرو هڅه کوله چې یو لښتی وباسي.
یو ځل بیا سخت اورښتونه د دې سبب شول چې د مهاجرو په نوي جوړ شوي کمپ «کاراتېپه» کې خیمې له اوبو ډکې شي. دا لومړی وار نه دی چې په ژمي کې د مهاجرو دغه کمپ له اوبو ډکیږي.
د موریا، په نوم مهاجر کمپ کې تر اور لګیدنې وروسته څه کم ۱۲ زره مهاجر دغه نوي کمپ ته ولیږدول شول. دوی دلته په خېمو کي ژوند کوي. دغه کمپ د آژې سمندرګي څنډې ته پروت دی.
هرکله چې بارانونه وشي د مهاجرو خیمې له اوبو ډکي شي. خلک له خیمو څخه د اوبو د ایستلو له پاره د سمندر پر لور لښتې باسي.
د دغه کمپ یو مهاجر یوسف (مستعار نوم) ویلي دي چې د شنبې په ورځ سخت باران وشو او د کمپ اوسیدونکي مجبوره شول چې نوي لښتې وباسي. د هغه په خبره د ځمکې د کیندنې په ترڅ کې د هاوان یوه ناوچادلۍ مرمۍ وموندل شوه.
مهاجرو ډیر ژر د کمپ مسوولینو ته خبر ورکړ او امنیتي ځواکونو د ماینونو کشفولو له آلو سره کمپ ته راغلل او د هاوان مرمۍ یې انتقال کړه. تر دې دمخه هم په دغه کمپ کې د زرونو مهاجرو د حضور په ترڅ کې، د ناچاودلو توکو لټون شوی.
دغه ځای چې نوی کمپ پکې جوړ شوی دی، هغه سیمه ده چې په تیرو وختونو کې امنیتي ځواکونو هلته نظامي تمرینونه کول. حلیمه (مستعار نوم) وایي چې په دې کمپ د امنیت احساس نه لري: «دلته هم باید د افغانستان په څیر اندیښمن اوسو چې داسې نه چې څلور ماشومان مې د هاوان د يوې مرمۍ د چاودنې یا د ناچاودلي مهماتو قرباني شي.»
د بشري حقونو سازمانونو په دغه ځای کې د کمپ د جوړیدو په ترڅ کې د ناچاودلو توکو د موجودیت د احتمال او له جګړې څخه د راتښتیدلو مهاجر د ژوند له خطر سره د مخامخ کیدو په هکله اندیښنه ښوولې ده. په دغه کمپ کې زیاتره مهاجر افغانان دي.