1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يونان پر سرحد افغانان: «بله لاره نه لرو»

۱۳۹۸ اسفند ۱۷, شنبه

د څو ورځو راهيسي مهاجر کوښښ کوي چي له ترکيې څخه يونان ته پر سرحد واوړي. پکښي زيات شمېر افغان مهاجر هم شامل دي چي په اروپا کي د بهتر ژوند هيله لري.

https://p.dw.com/p/3Z1FZ
Türkei Flüchtlinge an der Grenze zu Griechenland
انځور: picture-alliance/NurPhoto/D. Cupolo

پر ټويټر پاڼه يوه ويډيو لاس پر لاس کيږي چي ادعا سوې چي د ترکيې او يونان پر سرحد ثبت سوې ده. په دغه ويډيو کي ليدل کيږي چي يو سړی چي ماشومه انجلۍ يې په غيږ کي داسي پرته ده چي په تکليف سره ساه اخلي. د يو بل سړي ږغ اورېدل کيږي چي په دري باندي نعره وهي: «پر ملا يې وټکوه!» خو انجلۍ داسي بريښي لکه تنفس چي نه سي کولای. هوا له دود او اوښکي بهېوونکي ګاز څخه ډکه معلوميږي.

دغه ويډيو د يونان پر سرحد هغه مناظر انځوروي چي ښيي د يونان سرحدي چارواکي ټول امکانات په کار اچوي چي له ترکيې څخه و يونان ته د مهاجرو مخنيوی وکړي. دغه چارواکي د ياد مقصد له پاره د اوښکي بهېونکي ګاز او بېرونکو ګرنېټونو څخه هم کار اخلي.

ناهيلي مهاجر

ترکي چارواکو د فبرورۍ مياشتي په ۲۸ مه اعلان وکړ چي نور به د هغو مهاجرو مخه ونه نيسي چي غواړي له ترکيې څخه اروپايي اتحاديې ته داخل سي. د دغه اعلان سره سم په لوی شمېر مهاجرو د ترکيې له نورو سيمو څخه د يونان سرحد ته حرکت پېل کړ. د ملګرو ملتونو د راپور له مخي د اروپايي اتحاديې ياد سرحد ته شاوخوا ۱۳۰۰۰ مهاجر ورغلي دي. يونان خپل سرحد د مهاجرو په وړاندي بند کړی او ټينګار کوي چي هيڅ مهاجر ته به پر دغه سرحد د تېرېدو اجازه ورنکړي.

پر سرحد بند مهاجر چي پکښي زيات يې سوريايان او افغانان دي، د ناهيلۍ په يو حالت کي قرار لري. له دوی څخه اکثره د څو کالونو راهيسي په هڅه کي دي چي اروپايي اتحاديې ته داخل سي.

د تلو له پاره د بل ځای نشته والی

يو ځوان افغان مهاجر محمد حسين محمدي د آلمان ږغ ته وويل چي مهاجر د ترکيې او يونان پر سرحد د سختو کړاوونو سره مخامخ دي. د هغه په وينا پر دغه سرحد يوه «بشري فاجعه» ادامه لري او زياته يې کړه چي «پروند (د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۳يمه نېټه) درې کسان ووژل سول.» د آلمان ږغ ونه توانېد چي د دغه ادعا پخلی او تائيد له کومي رسمي مرجعې څخه ترلاسه کړي. په ياده ادعا کي د وژل کېدنې د قضيې پر څرنګوالي کومه رسمي اعلاميه هم نه ده خپره سوې.

محمد چي په ترکيه کي د يونان سرحد ته نژدې په ترکي ښار اېديرنه کي ژوند کوي، وويل چي ترکي ژبه يې زده کړې خو د څو مياشتو راهيسي په روزګار پسي لټون کوي. هغه ادعا کوي چي افغانانو ته کار نه ورکول کيږي او دا چي «افغانان مجبوره دي چي اروپايي اتحاديې ته داخل سي.»

محمد يو له هغو مهاجرو څخه دی چي له ترکيې څخه و يونان ته د وراوښتلو هڅه يې کړې ده. د هغه په وينا يوناني چارواکو يې و يونان ته د داخلېدو مخه ونيوله. هغه وايي چي دی او يو شمېر نور مهاجر ژوبل سوي هم دي.

محمد وايي چي نور نه پوهيږي چي څه وکړي. دی وايي چي له ملګرو څخه يو کس يې چي کله بېرته په ترکيه کي خپل کور ته ستون سو نو د هغه کور کيلۍ ترکي چارواکو ضبط کړې او هغه ته يې وويل چي په ترکيه کي نور مهاجر نه دي مطلوب.

پر اروپايي اتحاديې غوسه

د يونان پر سرحد سخت وضعيت په زياته د مهاجر مېرمنو او ماشومانو له پاره ډېر کړکېچن دی. يوه مېرمنه چي غواړي د امنيتي دلايلو پر اساس يې هويت ناڅرګند پاته سي وايي چي په اېديرنه کي د خپلو ماشومانو او نورو مهاجرو سره په ګډه د سړک پر غاړه په يو سروس مرکز کي انتظار کوي. دغه مېرمنه وايي چي مېړه يې فنلند ته رسېدلی خو ټولې غوښتنې چي کورنۍ يې ورسره يوځای سي رد سوي دي. دغه مېرمنه وايي چي له وکيل څخه يې مرسته وغوښته خو بيا يې هم ستونزه حل نه سوه. هغه وايي چي نور يې پيسې خلاصي سوي. هغه زياتوي: «زما يو زوی په رواني توګه اغېزمن سوی او زما پر نورو ماشومانو د بيري او وارخطايي دورې راځي ـ د هغه به هيڅ ذکر نه کوم چي زما څه وضعيت دی.» دغه مېرمنه وايي چي ځان د داسي يو بند راغلي بندي په توګه احساسوم چي د تلو له پاره بل هيڅ ځای نه لري. هغه ادعا کوي: «يونانيانو راڅخه زما پيسې واخيستې. زه به اوس ترکيې ته بېرته څنګه ځم؟»

يوه بله مېرمنه چي غواړي هويت يې پټ وساتل سي پر اروپايي اتحاديه سختي نيوکي کوي. هغه وايي چي نه پوهيږي چي ولي ټول د مېرمنو د حقونو په تړاو د اروپايي اتحاديې صفتونه کوي. دغه مېرمنه په غوسه پوښتنه کوي چي «تر کوم وخت پوري به موږ لا داسي ژوند کوو؟» د هغې په وينا په ترکيه کي يې د پناه غوښتنه کړې ده خو په لاره کي يې خنډونه اچول کيږي. هغه زياتوي: «موږ بله لاره نه لرو بېله دې چي په دغه بد حالت کي ژوند وکړو.» دغه مېرمنه ژاړي او وايي چي که يې بديله لاره يا چاره لرلای نو هيڅکله به يې خپل ماشومان لکه څنګه چي اوس په «دغه مُرادري او يخ کي نه وای پرې ايښي.»

افغانان ولي په تېښته کي دي؟

د امريکا متحده ايالاتو په ۲۰۰۱ کال په افغانستان کي د طالبانو رژيم ړنګ کړ. خو دغه هيواد بيا هم د ناقراريو او خونړۍ بحران په منځ کي پاته سو. متحده ايالاتو بالآخره د روان ميلادي کال د فبرورۍ مياشتي په پای کي د طالبانو سره د سولې يو تړون لاسليک کړ چي په ترڅ کي يې طالبانو ژمنه کړې چي په نظامي مقرونو کي پر مستقرو امريکايي عسکرو به بريدونه نه کوي. خو د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې رامنځ ته کېدل ښايي مياشتي او کلونه په بر کي ونيسي.

په آلمان کي د پرو ازيول نومي د مهاجرو او پناه غوښتونکو د ملاتړ له سازمان څخه بېلينډا بارتولوچي وايي چي افغان ولسي کسان د سخت ګواښ سره مخامخ دي. د هغې په وينا زيات انسانان د طالبانو له لوري د اعدام سره مخامخ دي. بېلينډا بارتولوچي زياتوي چي په داسي حال کي چي يو کم شمېر افغانان د افغانستان دننه خوندي ځايونه لري، په سلهاؤ زره نور مجبوره دي چي ګاونډي هيوادونو پاکستان او ايران ته د تېښتي تابيا وکړي. د هغې په وينا له دغو څخه يو ډېر کوچنی کسر يا برخه د دې جوګه کيږي چي د ترکيې او يونان له لاري تر اروپا ځان ورسوي.

د آزين هاوس په نوم بنسټ له خوا په تېر کال خپره سوې يوه څېړنه کي ويل سوي چي اکثره افغانان په دغه هيواد کي د خراب امنيتي وضعيت له کبله مهاجر کيږي. په ياده څېړنه کي بې روزګاري، د ژوند ټيټ معيار او خرابه حکومتولي هم د مهاجرت د زياتېدو لامل بلل سوي دي.

ليکونکې: وصلت حسرت ناظمي، آلمان ږغ

پښتو منبع: پښتو مهاجر نيوز