1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د يونان د پناه غوښتنې د قانون مسوده د کډوالو حقونه گواښي»

۱۳۹۸ آبان ۷, سه‌شنبه

د بشري حقونو ټولنې «هيومن راېتس واچ» د پنجشنبې په ورځ ويلي چې يونان بايد د قانون هغه مسوده لغوه کړي چې د سوریې، عراق او افغانستان د پناه غوښتونکو د محافظت د ترلاسه کولو حق ته گواښ رامنځ ته کوي.

https://p.dw.com/p/3S9D0
Griechenland | Konflikte zwischen Polizei und Flüchtlingen
انځور: picture-alliance/NurPhoto/N. Economou

د يونان حکومت د ۲۰۱۵م کال راهيسې، چې تر يوه ميليون څخه زيات مهاجر له ترکیې څخه د يونان له لارې اروپا ته رسيدلي ول، يو وار بيا د مهاجرو د شمير د بيرته زياتېدو د ستونزې سره لاس او گريوان دی. 

د يونان له پاره د «هيومن راېتس واچ» ټولنې څېړونکې ايفا کوزې، وويل: «دا قانوني مسوده د محافظت د ترلاسه کولو د مخنيوي او د نويو کډوالو شمير ته په کتو سره د اخراج د زياتولو يوه ښکاره هڅه ده.»

د لومړي وزير کيرياکوس متسوکياتس، محافظه پال حکومت چې په جولايي مياشت کې واک ته ورسېدلی وو، ويلي چې نوې قانوني مسوده د پناه غوښتنې د اوږدې پروسې د لنډولو او د رد شويو پناه غوښتونکو د اخراج د پروسې د ساده کولو موخه لري.

حکومت زياته کړې چې پخوانی کيڼ اړخه حکومت د دې مسئلې په سمه توگه اداره کولو کې پاتې راغلی چې په نتیجه کې یې په زرونه انسانان له حده په زياتو ډکو کمپونو کې کړاونه گالي.

د بشري حقونو د څار ټولنې زياته کړې چې د دغه مسودې تصويبیدل به چې په روانه اوونۍ کې به پرې په پارلمان کې بحث وشي، د پناه غوښتونکو د اوږدې مودې له پاره بندي کول آسان کړي او د بې سرپرسته ماشومانو په گډون به د نورو زوريدلو انسانان مهم محافظتونه لغوه کړي.

د بشري حقونو  د څار ټولنې له خوا ويل شوي چې دا قانون په بیلابیو مقرراتو کې بدلون په نظر کې لري چې دا به د پناه غوښتنې د رڼې پروسې مخنيوی وکړي او د اقامه دعوې حق به زيانمن کړي.

د ياد سازمان له خوا زياته شوې: «د قانون په دې مسوده کې د پناه غوښتونکو د ثبت له پاره سخت مقررات، د کار د حق په ترلاسه کولو کې ځنډ او د کورنۍ په تعريف کې بدلون په پام کې نیول شوی. همدا راز به د شکنجې قربانيان مجبور وي د دې د ثابتولو له پاره چې شکنجه شوي، لا زياتو شواهدو او اسنادو ته اړتيا ولري.»

د روانې مياشتې په سر کې د ملگرو ملتونو د مهاجرو د مرستې ادارې «يو اين ايچ سي آر» هم د يونان د دې قانوني مسودې په اړه چې پر مهاجرو اغيز لرونکو قوانينو ته له سره کتنه کوي، انديښنه څرگنده کړې وه او ويلي یې وو چې دا به د مهاجرو محافظت کمزوری کړي.

هيومن راېتس واچ د اروپايي ټولنې پر کميسیون هم غږ کړی چې د يونان پر حکومت د دې له پاره فشار واچوي څو دا خبره ډاډمنه کړي چې په قوانينو کې تغير بايد د اروپايي ټولنې له خوا د محافظت ټاکل شوي معيارونه په نظر کې ونيسي.

په سپتمبرمياشت کې يونان ته تر ۱۲۰۰۰ زيات کسان رسېدلي دي چې دا په تیرو درې نیمو کالونو کې يعني د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د آژې د دهليز د تړلو پر تړون تر توافق وروسته، د کډوالو تر ټولو لوړ شمير دی. 

(bs/ms (Reuters