د يوتيوب پر مرکزي دفتر بريد يوې ايرانۍ کړی دی
۱۳۹۷ فروردین ۱۵, چهارشنبهپولیسو ويلي دي چې د کليفورنيا په شمال کې په پراته ښار سان برونو کې یې د يوتيوب په مرکزي دفتر کې دننه د يوې ۳۹ کلنې ښځې جسد موندلی دی چې نوم یې نسيم نجفي اقدم دی او په ايران کې زيږيدلې ده.
په کليفورنيا کې رسنيو ويلي دي چې دغي ښځي چې د کليفورنيا په جنوب کې یې ژوند کاو، پر خپله يوتيوب پاڼه د ژويو د ژغورنې په اړه ويديوگانې جوړولې او خپرولې.
پرون سه شنبه (د ۲۰۱۸ م کال د اپريل ۳ نیټه) ځايي وخت مازیگر موده د يوتيوب په مرکزي دفتر کې د ډزو پر وخت درې تنه ټپيان شول.
اقدم د خپلې شخصي پاڼې له لارې د ويديو خپرولو پر همدې شرکت تور لگلولی وو چې د دې ويدیويي مواد سانسوروي او دا او ځيني کارونکي په نخښه کوي او ويديوگانې په آسانۍ سره په يوتيوب کې نه موندل کيږي.
نوموړې پر يوتيوب څو کانالونه درلودل او په انگلسي، فارسي او ترکي ژبو کې به یې ويديوگانې خپرولې.
د مرکيوري نيوز په نامه يوې ځاي ويپ پاڼې خبر ورکړی دی چې د اقدم پلار تر هغه وروسته چې لور يې دوې ورځې تليفون ته ځواب نه وو ويلي، پولیسو ته د دې د لادرکه کيدو په هلکه خبر ورکړی وو. هغه پوليسو ته ويلي ول چې هغه ښايي د يوتيوب مرکز ته تللي وي، ځکه هغې له دغه شرکت څخه «نفرت» کاوه.
د ويپ پاڼې په حواله پوليسو نوموړې تر بريد يوه شپه مخکې د موټرو په يوه پارکنگ کې په خپل موتر کې د خوب په حالت کې موندلې وه او کورنۍ ته یې د هغې په اړه خبر ورکړی وو.
تر دې يوازې څو ساعته وروسته په سان برونو کې د يوتيوب په مرکزي دفتر کې ډزي وشوې. اقدم تر دې مخکي چې ځان ووژني، درې تنه ټپيان کړل.
د يوتيوب شرکت يوې کارکوونکې ديانا ارنسپرنگر ايسوشيتد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چې د بريد کوونکې عينکې پر سترگو وې او سر یې په يوه دسمال تړلې وو او يوه لويه توپکچه ورسره وه.
د سان فرانسسکو د عمومي روغتون په حواله، چيرته چې په پيښه کې د ټپيانو شويو درملنه روانه ده، يو ۳۶ کلن ټپي تن د مرگ له گواښ سره مخامخ دی، د يوې ۳۲ کلنې ښځې حالت هم د انديښنې وړ دی خو د يوې بلې ټپي ښځې وضعيت بيا ښه دی.
Richard Connor (B.S/N.Z)
زموږ له آرشيف څخه: