د وينزويلا موقت ولسمشر له رضاکارانو مرسته وغوښته
۱۳۹۷ بهمن ۲۸, یکشنبهخوان ګوايدو ځان خپله موقت ولسمشر اعلان کړی دی چې پلويانو يې ورسره د وينزويلا په پلازمېنه کې د يوې لويې غونډې په ترڅ کې د مرستې ژمنه وکړه. په زرونو کسانو په کراکاس کې په علني ډول قسم وخوړ چې له خارج څخه د وررسېدلو او مرسته شوو توکو په وېشلو کې به له ګوايدو څخه ملاتړ وکړي. خو دغه مرسته شوي توکي تر اوسه پورې له پولې هاخوا په ګاونډيو هېوادونو کې پراته دي.
ګوايدو د خپلو پلويانو په وړاندې وويل: «موږ به لېواوې رامنځ ته کړو څو چې مرسته شوي توکي هېواد ته را انتقال کړي.» هغه دا هم وويل چې د لارۍ چلوونکو د اتحاديې په مرسته به دغه مواد د فبرورۍ له ۲۳مې نېټې وروسته په کلومبيا او برازيل کې له ګدامونو څخه وينزويلا ته ولېږدول شي.
پوځ به د چا ملاتړ وکړي؟
ګوايدو همداراز پر پوځ باندې چې تر اوسه تقريبا په بشپړ ډول له برحاله ولسمشر، نيکولاس مادورو، څخه ملاتړ کوي، غږ وکړ چې د اپوزيسيون طرف دې ونيسي او مرستو ته دې اجازه ورکړي چې ويزويلا ته وردننه شي. ګوايدو پوځ ته په خطاب کې وويل: «آيا تاسو د خپلو فاميلونو او ولس په طرف ولاړ ياست، يا د تخت د اشغالوونکي تر څنګ چې خپلو دروغو ته دوام ورکوي.»
د کلومبيا په پلازمېنه کوکوتا کې په ټنونو داسې مرسته شوي توکي پراته دي چې لويه برخه يې له متحده آيالاتو څخه دغه ځای ته راوړل شوې ده. د متحده آيالاتو د پوځ دوو باروړونکو الوتکو د شنبې په ورځ نور مواد هم د کوکوتا ښار ته ورسول.