د ونیز کارنیوال په اړه لس مهمي خبري
د ونیز یا ویانا کارنیوال به د فبرورۍ تر۲۵ نیټې پوري دوام ولري. د تیرو کلونو په پرتله سږکال لږ شمیر سیلانیان د دې کارنیوال لیدو ته ورغلي دي. سیمه ایز خلک د ماسکونو پر مخ کولو سره دغه دودیز جشن په عنعنوي توګه لمانځي.
په اوبو کې د جشن لمانځلو پيل
د ونیز کارنیوال په دودیزه توګه د کوچنیو کښتیو په سینګارولو سره د دې ښار د اوبو په کانالونو کې پيلیږي. د کارنیوال په ورځو کې د دې ښار په کوڅو او میدانونو کې د موسیقۍ او هنري پروګرامونو ترسره کیږي. معمولاً هرکال د نړۍ له ګډ ګډ څخه په سلګونو زره سیلانیان د دې کارنیوال د نندارې له پاره ویانان ښار ته مخه کوي.
تاریخي ماسکونه او نقابونه
د طاعون نقاب، په ویانا کې یو له هغو نقابونو څخه دی چې د کارنیوال ګډون کوونکې یې خوښوي او د کارنیوال په ورځو کې یې پر مخ کوي. دا نقاب هغو وختو ته ورګرځي چې د طاعون مرض په اروپا کې خپور شوی وو او داکترانو به له دې نقاب څخه د ځان د حفاظت له پاره کار اخیسته. دوی به د څرمنې له ماسکونو او دسکشو څخه استفاده کوله.
له نقاب سره نڅا
د کارنیوال په جشن کې د ګډون له پاره نندارچیان د ماسکونو او ځانګړو جامو د خریدارۍ پراخ امکانات لري. لاستي لرونکې ماسکونه د بیې له پلوه مناسب دي او سړي ته دا امکان ورکوي چې د خپل لاس له حرکت سره خپله څیره پټه یا ښکاره کړي.
نڅا او خوشحالي
ویل کیږي چې د ونیز یا ویانا د کارنیوال تاریخي ریښې دولسمې میلادي پيړۍ ته رسیږي. په هغه وخت کې به د اشرافو په ماڼیو کې جشنونه جوړیدل. ګډون کوونکو به د نقاب یا ماسکونو او په زړه پورې جامو په اغوستلو سره له یوه بل سره سیالۍ کولې. اوس هم دا ډول جشنونه د ویانا په ماڼیو کې ترسره کیږي.
تاریخي جامې
د ویانا ډیر اوسیدونکي خپل ماسکونه او جامې له تاریخي او لرغونو نمونو څخه په استفادې سره جوړوي. د باروک د دورې جامې له ځانګړي محبوبیت څخه برخمن دي. هغه کسان چې له دغو لباسونو څخه استفاده کوي معمولا سپين مصنوعي ویښان هم پر سروي.
له پر یا بڼو څخه جوړ نقابونه
د روکوکو په وخت کې هغو نقابونو چې د مرغانو په بڼکو سینګار شوي وو ډیر محبوبیت درلود. دغه بڼکې د یو کس مخ او ویښتان پتوي. نن هم د دې کارنیوال ډیري ګډون کوونکي د روکوکو د نقابونو له ډول څخه کار اخلي.
د سیلانیانو له پاره سوژې
دا ډول ماسکونه او نقابونه په ۱۶ میلادي پيړۍ کې په ایټاليا کې دود ول. دې ډول ماسکونو ته چې تندی او پزه پوښيکو لمبیا(Colombina) ویل کیږي. له هغو ماسکونو او جامو څخه چې د ویانا خلک استفاده کوي، له عکاسۍ سره مينه والو سیلانیانو له پاره په زړه پورې وي.
د کازانوا د پښي پل پیدا کول
د ونیز کارنیوال په ۱۹۷۶م کال کې د «کازانوا» فلم په جوړیدو سره یو وار بیا ډیر مينه وال پیدا کړل. د فلم جوړونکي په ماهرانه ډول د هغه وخت له تاریخي ماسکونو او جامو څخه استفاده وکړه. همدارنګه دانیلو دوناتي په ۱۹۷۷م کال کې په دې فلم کې د ښو جامو د طراحۍ له امله د اسکار جایزه ترلاسه کړه.
د کازانوا خاطرې
د عشقي کیسو لیکوال کازانوا، د «زما خاطرې» په نوم کتاب کې ډیرې عشقې خاطرې ذکر کړي دي. کازانوا د ونیز له کارنیوال سره ډيره مينه درلوده. د کارنیوال په ورځو کې د هغه له مجمسې سره ډیر خلک د انځور اخیستلو کوښښ کوي.
د پريښتې یا فرشتې پرواز
د ښار پر سر د "Volo dell'Angelo" یا د پريښتې پرواز د دې کارنیوال مهمه برخه ده. د ښار د پاسه د پریښتې یا فرشتې پرواز د یوه ترکي اکروبات په یادون کې ترسره کیږي چې په شپاړسمه پیړۍ کې یې د یوه پړي یا رسۍ په وسیله ځان له یوې کښتۍ څخه د مارکوس میدان برج ته رسولی وو. تر وروستۍ شبې پورې هم د هغه کس هویت پټ ساتل کیږي چې دغه مراسم ترسره کوي.