1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ونزويلا ولسمشر له یوه برید څخه روغ رمټ وتلی

۱۳۹۷ مرداد ۱۴, یکشنبه

په کاراکاس کې د نظامي مراسمو په ترڅ کې یوه چاودنه وشوه. د ونزیویلا حکومت د دغه هیواد پر ولسمشر مادورو د بی پیلوټه الوتکې د یوه برید خبره کوي. مادورو، د کولمبیا ولسمشر سانتوس په دې برید کې په لاس درلودلو تورن کړی دی.

https://p.dw.com/p/32drt
Venezuela Attentat auf Präsident Maduro (Videostill)
انځور: Reuters/Venezuelan Goverment

د ونزیويلا د حکومت د څرګندونو له مخې د د دغه هیواد پر ولسمشر نیکولاس مادورو یو برید ترسره شوی دی. د ونزیويلا د اطلاعاتو وزیر یوګه رودریګوئس، ویلي دي چې مادورو او د کورنۍ نورو غړو ته یې زیان نه دی رسیدلی. خو زیاته کړی یې ده کله چې د چاویدونکو توکو لیږدونکې بی پیلوټه الوتکې د پوځي مراسمو په څنګ کې انفجار وکړ، د ملي ګارد ۷ تنه سرتيري ټپیان شوي دي.

کله چې مادورو په دغو مراسمو کې د اقتصادي وضعیت په اړه وینا کوله، په ناڅاپي توګه خاموشي حاکمه شوه. هغه او نورو کسانو پورته د آسمان پر لور کتل او ویریدلي ښکاریدل. مخکې تر دې چې په ژوندۍ بڼه خپریدونکي تلویزوني خپرونه بنده شي لیدل کیده چې پوځیان او نندارچان په وارخطایۍ سره په تیښته کې دي.

«د فلانل غورڅنګ- سرتیرو» د برید مسئولیت منلی

یوې ډلې چې تر اوسه پورې نه دی پيژندل شوی د دغه برید مسئولیت یې منلی دی. دغې ډلې په یوه انټرنټي بیانیه کې لیکلي دي چې دا له «نظامي شرف» څخه سرغړونه ده چې د داسې یوه حکومت ملاتړ وشي چې «اساسي قانون له یاده باسي او له دولتي وظیفې څخه په بی شرمانه ډول د شتمن کیدو له پاره سوء استفاده کوي». دغه بیانیه د «د فلانل غورڅنګ- سرتیرو» له خوا لاسلیک شوې ده.

د نفتو د غني زیرمو سربیره بی وزلي

ونزیویلا د ډیري مودې راهیسې له یو درون سیاسي او بشري بحران سره لاس او ګریوان دی. په نړیواله کچه د نفتو د غني زیرمو سربیره دغه هیواد د پیسو له یو لوی پړسوب څخه رنځ وړي. د پيسو د نړیوال صندوق  (IWF)  د اټکلونو له مخې، په دغه هیواد کې ممکن د روان کال تر پایه پورې د تورم کچه یو میلیون سلنې ته ورسیږي.

په تیرو څو میاشتو کې د ونزیويلا په سلګونو زره اتباع د فقر او حکومت د سرکوبونکي سیاست له کبله ګاونډیو هیوادونو ته تښتیدلي دي.

په هیواد کې دننه او بهر انتقاد کونکي پر دغه کیڼ اړخي ولسمشر تور لګوي چې د پارلمان په بی واکه کولو سره یې یو دیکتاتورانه نظام رامنځته کړی دی.

دغه سوسیالیست سیاستوال د می په میاشت کې د یوې بلې پنځه کلنې دورې له پاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو. خو اروپایې اتحادیې او نورو هیوادونو د دغه هیواد ټاکنې په رسمیت ونه پيژندلې.

د ولسمشر سانتوس پر وړاندې شدید تورونه

پر مادورو تر برید سمدسي وروسته هغه پر ګاونډي هیواد شدید تورونه ولګول. مادورو په دولتي تلویزون کې وویل: «دا زما د وژني له پاره برید وو، تاسې هڅه وکړه چې ما ووژنۍ». نوموړي وویل په دې کې هیڅ شک نه لري چې د کولمبیا ولسمشر مانوئل سانتوس په دې برید لاس درلود. هغه زیاته کړه چې د دې برید تمويلونکي په امریکا متحده ایالاتو کې ناست دي او ډیر شمیر شکمن کسان یې نیول شوي دي.

د کولمبیا حکومت په پریکړنده ډول دغه تورونه رد کړي دي. د دغه هیواد یوه ویاند ویلي دي چې دغه تورونه په بشپړ ډول بی اساسه دي.

مادورو په تکراري ډول اپوزیسیون او یا امریکا متحده ایالات په دې تورنوي چې د ده پر ضد یوه کودتا پلانوي. هغه ادعا کوي چې د هیواد نا مناسب اقتصادي وضعه یې یوازې او یوازې یوه اقتصادي جګړه ده چې بهرنیانو د ده او د هیواد پر وړاندې یې په لاره اچولې ده.