د ودانیو او پلونو د نړیدو پنځه خونړۍ پیښې
د معمارۍ په برخه کې ځینې وختونه پلونه او ودانۍ د انسان په لاس یو شهکار وي، خو کله کله بیا دغه څه په یوه خونړۍ پیښه هم اوړي. په دغه انځوریز البوم کې د پلونو او ودانیو د نړیدو پنځه خونړۍ پیښې وپیژنئ.
د کولمبیا د چیراجرا پول
ټاکل شوې وه چې د کولمبیا چیراجرا پول به د بوګوټا او ویلاویسنسیو په نامه دوه تونلونه سره وصل کړي. خو کله چې د ۲۰۱۸م کال په جنوري میاشت کې د دغه پله دوه څنډې سره وصل کیدلې، د پله یوه ستنه ونړیدله او د ۹ کسانو ژوند یې واخیست. پلټونکو د پله په ساختماني چارو کې غلطي د دې پیښې لامل یاد کړ. دغه پول بیا وروسته په جولای میاشت کې په بشپړه توګه ونړول شو.
په چیک جمهوریت کې د شتودینکه په نامه پول
د ۲۰۰۸م کال په اګست میاشت کې کارګرو غوښتل چې د شتودینکه په نامه دغه پول ترمیم کړي چې ناڅاپه ونړید. د لویدو پرمهال یو چټ تلونکی اورګاډۍ تر پله لاندې د تګ په حال کې وو او د پله د نړیدو له حادثې سره مخ شو. د دې پیښې دلیل لا هم نه دی موندل شوی، خو پلټونکو بیا د دې پله په ساختماني چارو کې غلطلي د دې پیښې لامل یاد کړی دی.
په امریکا متحده ایالاتو کې د میسیسیپي پول
د امریکا متحده ایالاتو په میسیسپي کې ۵۸۰ متره اوږد او د اتو کرښو لرونکي د دغه پول نړیدل هم یوه فاجعه وه. د ۲۰۰۷م کال د اګست میاشتې په لومړۍ نیټې د دغه پول تر نړیدو څو ورځې وړاندې یې د ترمیم چارې پیل شوې وې. د نړیدو پرمهال د دغه پله یوازې یوه کرښه د ترافیکو پرمخ پرانیستې وه، خو بیا هم په دې پیښه کې ۱۳ کسان ووژل شول. د دغه پله د نړیدو دلیل هم د رغنیو چارو اشتباه په ګوته شوې وه.
په جنوبي کوریا کې د سامپونګ د سوداګریز مرکز د ودانۍ نړیدل
د ۱۹۹۵م کال د جون میاشتې په ۲۹ نیټه د دغې سترې ودانۍ نړیدو یوازې څو ثانیې وخت ونیو. د جنوبي کوریا په پلازمینه سیول کې د ودانۍ د نړیدو په دغه پیښه کې له ۵۰۰ ډیر کسان وژل شوي وو. په دې ودانۍ کې ګڼ شمیر رغنیزې غلطۍ او ناسم ساختماني مواد د دې پیښې د دلیل په توګه یاد شوي دي.
په بنګله دیش کې د رانا پلازا د نړیدو پیښه
د بنګله دیش په ډهکا کې د رانا پلازا د نړیدو پیښه په معصر تاریخ کې د ساختماني چارو تر ټولو ستر ناورین یادیږي. دغه اته پوړیزه سوداګریزه ودانۍ د ۲۰۱۳م کال د اپریل میاشتې په ۲۴ نیټه ونړیده او په پایله کې یې یو زر او ۱۳۵ کسان ووژل شول.