1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هېسن ټاکنې: د انګلا مېرکل له پاره بله ستره ننګونه

۱۳۹۷ آبان ۶, یکشنبه

کله چې په آلمان کې ايالتي ټاکنې کيږي، نو هغه پر مرکزي حکومت باندې هم تاثيرات لري. دغه خبره د بايرن او اوس د هېسن په آيالتي ټاکنو پورې هم صدق کوي چې د آلمان د لوی ايتلاف راتلونکې ورپورې تړلې ده.

https://p.dw.com/p/37HEL
Hessen - Angela Merkel
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

د هېسن ايالتي ټاکنې به پر مرکزي حکومت، يعنې د اتحادي ګوندونو او سوسيال دموکرات ګوند تر منځ پر لوی ايتلاف باندې هم اغېزې ولري. دواړو ګوندونو په څرګند ډول په ولس کې خپل ملاتړ له لاسه ورکړی دی. تقريبا هره اوونۍ کارپوهان دې ته اشاره کوي چې دغه لوی ايتلاف اوس په ولس کې له اکثريت څخه برخمن نه دی. په ورته وخت کې دغه نظر هم پياوړی شوی دی چې د لويو ولسي ګوندونو دوره پای ته رسېدلې ده. دغو ګوندونو به پخوا په ټاکنو کې څلويښت سلنه يا لا زياتې رايې تر لاسه کولې.

د هېسن ټاکنې يو ښه فرصت هم دی

د هېسن ټاکنې د آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل له پاره يو ښه فرصت هم دی څو وښودلی شي چې د هغې ګوند او ايتلافي حکومت يې هم په هغسې خراب حالت کې قرار نه لري، لکه څنګه چې يې کارپوهان وايي. خو د دې کار له پاره هغه ښو پايلو ته اړتيا لري چې په هېسن کې زمينه هم ورته مساعده ده.

هېسن هغه ايالت دی چې د آلمان تجارتي او مالي مرکز يعنې د فرانکفورت ښار پکې پروت دی. د مېرکل مسيحي دموکرات ګوند له بېلابېلو ګوندونو سره يو ځای دلته د کابو شلو کلونو راهيسې حاکم دی. له ۱۹۷۰ کال راهیسې دغه محافظه کار ګوند تل څه باندې ۳۶ سلنه رايې ګټلې دي. د دغه ايالت لومړی وزير فولکر بوفير، د هېسن د تقريبا ۴،۴ ميليونو رايه ورکوونکو په منځ کې ډېر محبوبيت هم لري.

ستونزې هم شته

د دې چانس چې مسيحي دموکرات ګوند به د پخوا په څېر ډېرې رايې راوړي، ډېر کم بلل کيږي. د وروستيو نظرپوښتنو له مخې ښايي دغه ګوند يوازې ۲۶ په سلو کې رايې وګټي. مېرکل البته دې ته اړتيا لري چې ګوند يې په هېسن ايالت کې د نورو ګوندونو په پرتله تر ټولو زياتې رايې تر لاسه کړي. که نه نو داسې به ښکاره شي چې د مېرکل په وړاندې د ولس نارضايتي د دې باعث شوې چې بوفير هم په خپل ايالت کې ناکامه شي. په دې ډول به پر مېرکل باندې هم فشار زيات او هغه ښايي دې ته مجبوره شي چې د مسيحي دموکرات ګوند مشري بل چا ته ورپرېږدي.

سوسيال دموکراتان هم اندېښمن دي

که د هېسن مسيحي دموکراتان د انتظار خلاف ښه نتيجه هم په لاس وروړي، خو دغه ټاکنې سره له دې هم کېدای شي په برلين کې حاکم حکومتي ايتلاف ته ګواښ وي. سوسيال دموکرات ګوند چې د مېرکل د ګوند ائيتلافي ملګری دی، يو څه وارخطا دی ځکه چې د بايرن ايالت په وروستيو ټاکنو کې يې له لس سلنې څخه کمې رايې ګټلې دي. دغه نتيجه د آلمان د تر ټولو سابقه لرونکي ګوند له پاره يوه لويه ماتې بلل کيږي. په بايرن کې خرابې پايلې ځينې سوسيال دموکراتان دې ته هم هڅولي دي چې له اتحادي ګوندونو سره د شوي حکومتي ايتلاف پای ته رسېدل وغواړي. په هېسن کې د سوسيال دموکرات ګوند مخکښ کانديد تورستن شېفر ګومبل، بيا په ولس کې ډېر محبوبيت لري. د نظرپوښتنو په حواله ښايي د ده ګوند له ۲۰ څخه تر ۲۵ سلنې پورې رايې وګټي. دغسې يوه پايله ښايي له مېرکل سره ډېره مرسته وکړي څو هغه خپل اوسنی قدرت وساتي.