د هوان مرمۍ په خوست کې ۴ ماشومان وژلي
۱۳۹۹ تیر ۷, شنبهد سولې د بین الافغاني خبرو اترو پیل ته د خوشبینیو سربیره هم د ملکي تلفاتو لړۍ دوام لري.
د خوست سیمه ایزو چارواکو د جمعې ورځې تر غرمې وروسته خبر ورکړ چې د یوه جومات مخته د هوان مرمۍ د لګیدو په پایله کې څلورو ماشومانو چې په ساتیرۍ بوخت ول خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د یوې ښځې او یوه سړي په ګډون پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
د خوست د والي ویاند طالب منګل دویچه ویله ته وویل چې د هوان مرمۍ د طالبانو له خوا فیر شوې او د دومنده ولسوالۍ د یوه جومات مخکې ته لګیدلې ده: «د طالبانو له خوا د [بي ایم یو] د یوې مرمۍ د لګیدو په نتیجه کې ۴ تنه ماشومان وژل شوي او د یوې ښځې او یوه سړي په ګډون پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.»
د یوه بل خبر له مخې نن د شنبې په ورځ (د جون میاشتې په ۲۷ نیټه) په کابل کې یو ملکي موټر د سړک د غاړي پر ماین برابر شوی دی چې د رامنځته شوې چاودنې په نتیجه د یوې ښځې په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.
د کابل پولیسو ویلي دي چې دغه پيښه د کابل ښار په دولسمه حوزه کې د پلچرخي په سیمه کې رامنځته شوې ده. تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی.
په دې وروستیو کې د ځای پر ځای شویو ماینونو د چاودنو له امله د تلفاتو شمیر لوړ شوی دی. د افغانستان د ملي امنیت شورا د شمیرو له مخې چې د تیرې دوشنبې په ورځ خپاره شوي دي، یوازې په یوه اونۍ کې د طالبانو په بریدونو کې ۱۴۷ ملکي وګړو او ۸۴۱ تنه نظامیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
شکیلا ابراهیم خیل/ ش.ن/ ا.ا