1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هنگري سرحد ته رسېدلي افغان مهاجر بيرته صربستان ته لېږل سوي

۱۳۹۸ تیر ۵, چهارشنبه

د هنگري او صربستان ترمنځ سرحدي سيمه کي ۴۰ افغانان په دې توانېدلي دي چي له يوه سرحده بل ته تيرسي، خو لږ وروسته پوليسو نيولي او بيرته يې صربستان ته لېږلي دي.

https://p.dw.com/p/3L6oJ
Grenzzaun an der Grenze zwischen Ungarn und Serbien
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Vojinovic

د هنگري پوليسو د چهارشنبې په ورځ ويلي دي چي د سې شنبې په ورځ ناوخته ماښام يوه ډله افغان مهاجر د هنگري او صربستان ترمنځ په سرحد کي تر اغزن ديوال اوښتي او لږ وروسته سيگيد ته نژدې په آشوتهالوم سيمه کي سرحدي پوليس پر پېښ سوي او نيولي دي. دغه ۴۰ سره افغان مهاجر يې په هغه گړي بيرته صربستان ته لېږلي دي.

د ۲۰۱۵م کال په مني کي مرکزي اروپا ته د ډيرو مهاجرو د راتگ پر وخت هنگري له صربستان او کروشيا سره په سرحدونو کي اغزن دېوال جوړ کړی دی. له هغه راهيسي له يونان څخه لويديځي اروپا ته په اصطلاح د بالکان مسير له لاري د مهاجرو د راتلو شمير په ښکاره ډول لږ سوی دی.

په عين وخت کي بيا د تيښې نوري لاري جوړي سوي چي له هنگري څخه تيريږي او د بوزنيا- هرڅيگووينا له لاري کروشيا ته رسيږي.

په دغه ځای کي له لسيزو راهيسي د قاچاقبرانو د شبکې د پراخيدو له امله، مهاجر او پناه غوښتونکي بيا هم هڅه کوي چي د هنگري له لاي لويديځي اروپا ته ځانونه ورسوي. ټوله نه، خو ډيری يې چي تر درو مترو لوړ اغزن دېوال څخه تيريږي، د هنگري د سرحدي پوليسو له خوا نيول کيږي او بيرته صربستان ته استول کيږي.

خو بيا هم په ډله ايز ډول د ډيرو خلکو تيريدل لږ سوي دي. د دغو کسانو د سمدستي بيرته استولو پر عمل باندي د بشري حقونو سازمانونو او د ملگرو ملتونو د مهاجرو چارو ادارې سخت انتقادونه کړي دي. دا ځکه چي نوموړو مهاجرو ته ددې چانس نه ورکول کيږي چي د پناه غوښتني عريضه وړاندي کړي او صربستان ته د هغوی استول په سم يا قانوني ډول نه تر سره کيږي. خو د هنگري حکومت بيا ادعا کوي چي دا يو قانوني عمل دی.

G.P/N.Z/dpa