د هندي مليونر ستورو لومړی عايد څه ؤ؟
د امیتاببچن او سلمان خان په ګډون د بالي ووډ ډیر شمیر مشهور ستوري نن په میلیونو سرمایه لري. خو د دوی د مینه والو له پاره به دا ډیره په زړه پورې وي چې د دغو مشهور فلمي ستورو لومړی عاید څومره وو؟ دلته يې ولولئ:
امیتابچن
مشهور فلمي ستوري امیتابچن په فلمي نړۍ کې تر قدم ایښودلو مخکې په یو شاپنګ سنټر کې کار کاوه. د هغه لومړۍ تنخوا ۵۰۰ هندي روپۍ وه.
سلمان خان
سلمان خان د خپل کیریئر پيل د ستیج پر مخ له ډانس (نڅا) څخه کړی وو. سلمان خان به د یوه ډانس شو په بدل کې ۷۵ هندي روپۍ ترلاسه کولې.
عرفان خان
د هندي فلمونو یو بل مشهور هنرمند عرفان خان فلمي نړۍ ته تر راتګ مخکې ماشومانو ته ټیوشن یا د ښوونځي په درسونو کې له زده کونکو سره مرسته کوله چې هغه به د دې کار په بدل کې ۲۵ هندي کلدارې ترلاسه کولې.
کلکي کوچلن
کلکي کوچلن په فلمونو کې تر کار کولو مخکې د بریتایې په یوه کافی کې د ویټرس یا خادمې په توګه کار کاوه چې لومړی عاید یې ۴۰ پاونډه وو.
دھر مېندر
د هندي فلمونو یو له تر ټولو مشهورو څیرو دهر مېندر ته د هغه د لومړي فلم (دل بهي تیرا هم بهي تیری) په خاطر ۵۱ هندي روپۍ مهاش ورکړل شوی وو.
رنديپ هډا
د بالي وډ مشهور ستوري رندیپ هډا د استرالیا په یوه ریستوران کې د ویټر په توګه کار کاوه . هغه د دې کار په بدل کې اته استرالیایي ډالره ترلاسه کولې.
شاہ رخ خان
شاہ رخ خان د هند د فلمي سکتور یو له تر ټولو بریالیو فلمي ستورو څخه دی، خو آیا خبر یاست چې هغه په فلمي نړۍ کې تر قدم ایښودلو مخکې ډير ستونزمن کارونه کړي دي. شاه رخ خان به په ریلونو کې ریلونو کې له پخوا څخه ریزرف شوي ټکټونه پر نورو مساپرو پلورل.
سونم کپور
د مشهور فلمي ستوري انیل کپور لور سونم کپور د خپل عملي ژوند پيل د دایرکټر د مرستیالۍ په توګه وکړه چې په هغه وخت کې یې ۳۰۰۰ هندي روپۍ تنخوا ترلاسه کوله.
رتک روشن
رتک روشن د چائلډ ارټسټ یا ماشوم هنرمند په توګه د ۱۰۰ هندي روپیو په بدل کې کار کول پیل کړي وو.
عامر خان
عامر خان په فلمونو کې د مرستیال ډایریکتر په توګه کار کول پیل کړل. لومړۍ تنخوا چې هغه ترلاسه کړې وه هغه ۱۰۰۰ هندي کلدارئ یا روپۍ وې.
نصیرالدین شاہ
نصیرالدین شاہ د هندي فلمونو یو له پياوړو هنرمندانو څخه شمیرل کیږي. پر ټولنیزو مسائلو جوړ د هغه فلمونه په وار وار د لیدو وړ دي. نصیر الدین شاه په لوموړي ځل د یوه فلم په یوه صحنه کې د مړي جسد د سوزولو پر مهال په نندارچیانو کې ولاړ وو چې هغه ته د دې کار په بدل کې ۷،۵ روپۍ ورکړل شوې وې.
عمران هاشمي
د رومان ډوله فلمونو هیرو یا ستوري عمران هاشمي ته د لومړي ځل له پاره په تلویزون کې د حشره وژنې د تجارتي اعلان په بدل کې ۲۵۰۰ هندي روپئ ورکړل شوې وې.