1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د هندوستان په پنجاب ایالت کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۷ آبان ۲۷, یکشنبه

د هندوستان د پولیسو په حواله د یکشنبې په ورځ د هندوستان په پنجاب ایالت کې د یوې مذهبي غونډې پرمهال چاودنه شوې چې په پایله کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او شاوخوا لس تنه نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/38SH3
Indien Bangalore Bombenexplosion Church Street 28.12.2014
انځور: picture-alliance/epa/Jagadeesh Nv

د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې پر ۱۸ نیټه) هندي رسنیو رپوټ ورکړی چې دوو موټرسایکل سپرو د نیرانکاري په نامه د یوې مذهبي غونډې ودانۍ ته ځان په زور رسولی دی. د تریبیون په نامه هندي ورځپاڼې په خپل یوه رپوټ کې لیکلي چې دغو کسانو د ودانۍ په دروازه کې یوې میرمنې ته تومانچه ښوولې او بیا یې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې لاسي بمونه غورځولي دي. پولیسو د هندوستان د پنجاب ایالت په امریتسار ولسوالۍ کې د پیښې په تړاو د رسنیو رپوټونه لا نه دي تائید کړي.

د دغې سیمې د پولیسو یوه جګپوري افسر سوریندر پال سنګ پارمار رسنیو ته ویلي چې په دې پیښه کې درې تنه وژل شوي او لس تنه نور بیا ټپیان دي. نوموړي چارواکي زیاته کړې چې د پیښې په تړاو پلټنې پیل شوي دي.

د هندوستان په پنجاب ایالت کې د نیرانکاري په نامه مذهبي ډله له ځايي اکثریت سیک میشتو سره اختلافات لري په داسې حال کې چې په پنجاب ایالت کې زیاتره سکان په واک کې دي. پنجاب ایالت چې په ۱۹۴۷م کال کې د هند او پاکستان ترمنځ ویشل شوی، د مذهبي تاوتریخوالو د پیښو تاریخچه لري.

په ۱۹۸۴م کال کې د هندوستان پوځ د پنجاب په امریتسار کې د ګولډن ټمپل يا طلايي رنګه معبد پر ضد عملیات وکړل. طلايي رنګه معبد د سکانو د عبادت ځانګړی ځای دی چې د دوی تر منځ ځانګړی مقام لري.

Indien Goldener Tempel in Punjab
انځور: picture-alliance/prisma/B. Bruno

د هند پوځ غوښتل چې په دغه عبادت ځای کې پټ شوي هغه جنګیالي وباسي چې د سکانو له پاره یې د خپلواک هیواد غوښتنه کوله چې دغه کار د سکانو سخت نفرت را وپاراوه. تر دې وروسته د هندوستان د هغه وخت لومړۍ وزیره انديرا ګاندي هم د هغې د سک ساتوني له خوا په ډزو وویشتل شوه چې په پایله کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د ګاندي د ترور پیښه په ټول هندوستان کې د سک مذهبو پر وړاندې له تاوتريخوالي د ډکو لاریونونو سبب وګرځیده چې په پایله کې یې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان ووژل شول.