1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

د هندوستان انتخابات؛ نن د رای اچونې یو بل پړاو پیل شو

۱۴۰۳ خرداد ۵, شنبه

د هندوستان د شپږ اوونیزو انتخاباتو په لړ کې نن د دغه هېواد صدراعظم نریندرا مودي او د اپوزیسیون یو شمېر رهبرانو خپلې رايې وکارولې. د دغو انتخاباتو وروستی پړاو به د جون په لومړۍ نيټه وي او په ۴مه به ېې رای شمېرنه پیل کيږي.

https://p.dw.com/p/4gHB4
India Nandigram
انځور: Subrata Goswami/DW

نن شنبه د می میاشتې ۲۵مه د هندوستان د عمومي انتخابات په لړ کې تر وروستي پړاو مخکې یو پړاو انتخابات پيل شوي چې په ميلیونونو هندوان په کې خپلې رایې ورکوي. د هندوستان انتخابات په اوو پړاونو کې تکمیلیږي.

نن د نوي ډيلي د ۷ انتخاباتي حوزو په ګډون، په ۵۸ حوزو کې رايي اچونې ترسره کيږي. دې سره به د پارلمان د ولسي جرګې ۵۴۳ څوکیو ته د رای ورکونې ۸۹ نیم سلنه برخه بشپړه شي. د پاتې ۵۷ څوکیو له پاره انتخابات د جون میاشتې په لومړۍ ترسره کيږي، چې ورسره به د هندوستان شپږ اونیز انتخابات بشپړ او ورپسې به د جون په ۴مه د رایو شمېرنه کیږي.

رای ورکوونکي د شنبې په ورځ په ۷ بجو د رای ورکولو څخه د مخه د رای ورکونې مرکزونو مخې ته په کتارونو کې ولاړ ول. نن د هندوستان په اکثرو برخو کې د حرارت درجه، ۴۵ ښودل شوې ده چې له کبله یې یو شمیر رایه ورکوونکي سهار وختي د رایې اچونې مرکزونو ته راټول شوي ول.

د هندوستان ولسمشره، دراوپدي مورمو او د بهرنیو چارو وزير، اس. جی شنکر، د هغو مشرانو څخه وو چې سهار وختي ېې خپلې رايې وکارولې. د کانګریس ګوند مشرې، سونیا ګاندې او د هغې زوی راهول ګاندي هم په نوي ډيلي کې خپلې رايې وکارولې.

د کانګریس ګوند مشرې، سونیا ګاندې او د هغې زوی راهول ګاندي هم په نوي ډيلي کې خپلې رايې وکارولې
د کانګریس ګوند مشرې، سونیا ګاندې او د هغې زوی راهول ګاندي هم په نوي ډيلي کې خپلې رايې وکارولېانځور: Arun Sankar/AFP

دې سره جوخت نن سیاستوالې محبوبه مفتي، له خپلو پلویانو سره د هندوستان تر کنترول لاندې کشمیر کې اعتراضونه کړي او ادعا کوي چې پولیسو ېې د ګوند کارمندان نيولي تر څو ونشي کړای خپلې رايې وکاروي. مېرمن مفتي د خلکو دموکراتيک ګوند مشره ده او پخوا د هند تر کنټرول لاندې کشمېر کې ارشده منتخبه چارواکې پاتې شوه دې. نوموړې چې د انانتناګ-راجوري ولسوالۍ له لورې ېې ځان پارلمان ته نوماند کړی وايي چې د انتخاباتو کميسیون ته یې په دې تړاو شکایت کړی دی.

راې ورکونې سره هم مهاله شکایت او اعتراضونه

په اکثریت نظرسنجيو کې د صدراعظم نریندرا مودي د ملتپاله ګوند، بهارتیا جنتا، د بریا حکایت کوي، تر څنګ یې ویل کيږي چې د مودي سیاسي رقیبان يا اپوزیسیون به هم نن د مودي پر وړاندې خپلو بریاو ته نهايي هڅې کوي. 

د مودي ګوند پر وړاندې اپوزیسیون یو سیاسي اتحاد دی چې مشري ېې د هندوستان نشنل کانګریس او نور ځواکمن ساحوي ګوندنونه کوي.

د هندوستان په انتخاباتو کې نژدې ۹۷۰ میلیونه په شرایطو برابر خلک ګډون کوي. دغه شمېر د نړۍ د ټول نفوس نژدې ۱۰ سلنه برخه تشکيلوي. د هندوستان ټول نفوس ۱۴۰۰ ميلیونه دی چې په دې کې ۸۰ سلنه ېې هندو مذهبه، نژدې ۱۴ سلنه مسلمانان دي.

په اکثریت نظرسنجيو کې د صدراعظم نریندرا مودي د ملتپاله ګوند، بهارتیا جنتا، د بریا حکایت کوي
په اکثریت نظرسنجيو کې د صدراعظم نریندرا مودي د ملتپاله ګوند، بهارتیا جنتا، د بریا حکایت کويانځور: Adnan Abidi/REUTERS

نظر سنجۍ ښيي چې د انتخاباتو پنځو پړاونو کې د رای ورکوونکو د مشارکت اوسط شمېر د ۶۲.۲ او ۶۹.۱۶ سلنې ترمنځ ۶۵.۹ سلنه وو.

هندوستان تر دې مخکې په ۲۰۱۹ کې عمومي انتخابات درلودل چې په نتیجه کې ېې د نریندرا مودي ګوند، بي جي پي، د ۶۷ اعشاریه ۱۱ سلنه رايې په ګټلو سره د پارلمان ۳۰۳ څوکۍ ګټلې وې.

مودي په ۲۰۱۴م کې واک ته راغلی دی او د هغه رقیب ګاندي کورنۍ هم د صدراعظمۍ درې دورې درلودلي دي.

مودي په خپلو کمپاینونو کې بې وزلو خلکو سره د خیريه بنسټونو له طریقه د مرستو ژمنې کړي دي له هغې جملې د وړيا روغتیايي درملنې، په کورونو کې د تشنابونو د جوړولو او د پخلي له پاره ښځو سره د ګازو وړیا یا ارزانبیه سيلنډرونو ورکړه شامل دي.

 (AP)mks/akh

له آرشیف څخه (16.03.2021):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل