1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياهندوستان

د نيپا د وژونکي ويروس علایم څه دي؟

۱۴۰۲ شهریور ۲۴, جمعه

د هندوستان په جنوبي کېرالا ایالت کې په روانه اونۍ کې ښوونځی او دفترونه د نیپا وژونکي ویروس د خپریدو مخنیوی په موخه تړل شوي دي. دغه ويروس چې له ۲۰۱۸م کال راهېسې په څلورم ځل خپريږي، تر اوسه یې دوه کسان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/4WNTf
نیپا مرګونی ویروس
نیپا مرګونی ویروسانځور: NIH / IMAGE POINT FR/picture alliance

دا ویروس څنګه رامینځته شوی دی؟

د نیپا دا وژنکی ویروس په لومړي ځل په ۱۹۹۸ کال کې په مالیزیا او سینګاپور کې وروسته له هغې وپیژندل سو چې د خنځيرانو يا خوګانو ساتونکو بزګرانو تر منځ خپور شوی وو.

دا ویروس کولی شي چې په مستقیم ډول له خنځیر څخه انسان ته ولیږدول شوي. ځيني داسې مستندې قضیې هم شته چې دا ويروس پکې له انسان څخه انسان ته منتقل شوی دی.

ددې ویروس علايم او درملنه؟

ددې میکروب د مخنیوي یا درملني له پاره چې د مړېنې کچه یې ۷۰ سلنه ده، هیڅ ډول واکسین شتون نه لري. يوازنۍ درملنه یې د علايمو علاج او ښه پاملرنه ده.  

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا په دې ویروس اخته شوي خلک په پیل کې له تبې، په ساه اخیستو کې د ستونزې، سر دردۍ او د استفراق يا خوا ګرځولو علايمو سره مخامخ کيږي

په ځینو مواردو کې په ویروس اخته شوی کس انسفاليت يا مغزو التهاب هم پيدا کولای شي او يا بې هوښه کیږي چې دا کوما ته د تلو لامل ګرځیدلی شي.

دا ويروس د روغتيا نړيوال سازمان د څيړنې او پراختيا په نوملړ کې د داسې ناروغۍ په توګه ثبت دی چې د اپيدمي شکل خپلولو شي.  له اپيديمۍ څخه هغه وخت بحث کیږي کله چې يوه ناروغي په يوه خاصه سيمه او په يوه خاصه موده کې په استثنايي‌ ډول ډېره زياته وي.

مخکي له دې چیري خپور شوی وو؟

دې ویروس په ۱۹۹۸ کال کې په سینګاپور او مالیزیا کې ۳۰۰ کسان ککړي ول او تر سلو ډېر یې وژلي ول. له هغې وخته را په دې خوا دا ویروس تر زرونو کيلومترو پورې خپور شوی او له ککړو شويو څخه یې د ۷۲ او ۸۶ سلنه په منځ کې کسان وژلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ارقام ښیې چې د ۱۹۹۸ څخه تر ۲۰۱۵ پورې د نیپا ویروس د ۶۰۰ څخه ډیري  قضیې راپور شوي دي.

په ۲۰۰۱ کال کې دا ویروس په هند کې او بيا دوه ځله نور په بنګه دیش کې خپور شو چې له ۹۱ اخته شويو کسانو څخه یې ۶۲ خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

دې ویروس په ۲۰۱۸ کال کې د هند په جنوبي ایالت کیرالا کې ۲۱ کسان وژلي ول. نورې څپې یې بیا په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ کې راغلی وې.

د رویترز خبري اژانس د مې میاشتي د راپور له مخې د نړۍ په کچه د کیرالا یوه لویه برخه ددغه ویروس له جدي ګواښ سره مخامخ ده.