1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند په ټاکنو کې د فلمي ستورو اغېز

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳, سه‌شنبه

په هند کې فلمي ستوري پر عوامو ډېر اغیز لري. د هيواد سياسي گوندونه له همدې کبله يو شمير فلمي ستوري د کانديدانو او کمپاين کوونکو په توگه په خپلو ليکو کې شامل کړي. دا گوندونه په دې توگه د ډېرو رايو د ترلاسه کولو تمه لري.

https://p.dw.com/p/3HGxT
Indien - Wahlkampf der Frauen für das indische Parlament.
انځور: UNI

د هند فلمي ستوری سني ديول همدا د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۹ م کال د اپريل ۲۳ نيټه) د برحاله لومړي وزير نريندر مودي «بهارتيه جنته» يا « بي جی پي» گوند کې شامل شو.

مودي غواړي په دويم ځل د هند لومړی وزير شي او گوند یې له همدې کبله هڅه کوي د باليووډ سينما د ستورو له محبوبيت څخه په گټي سره دغه هدف ته ورسيږي او بيا وټاکل شي.

سني ديول په دغه گوند کې تر شامليدو وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې وويل: «مودي زموږ د هيواد له پاره ډېر څه کړي دي، موږ د پرمختگ له پاره هغه ته اړتيا  لرو.» نوموړي زياته کړه: «زه د يوې خبرې سړی يم، زه به خپل ارزښت د عمل له لارې ثابت کړم.»

داسې گنگوسي دي چې «بي جی پي» غواړي سني ديول د هند په شمال کې د کانديد په توگه معرفي کړي.

د سني ديول ميره هيما ماليني چې د هند سينما يوه ډېره مشهوره هنرمنده ده، د هند د شمال د ماتورا ښار څخه د مودي د گوند کانديده ده. هيما ماليني په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰م کلونو کې د هند سينما تر ټولو مشهوره ستورۍ وه.

«بي جی پي» گوند همدا راز د ختيځ هند د بهوجپوري سيمنا د سيمه ايزو ستورو مرسته هم غوښتې ده او د مثال په توگه روي کيشن، دينش لال ياديو او پاون سنگ د دې گوند له پاره کمپاين کوي.

Indien - Filmschauspieler Sunny Deol
سني ديول په ټاکنو کې د نريندر مودي څخه ملاتړ اعلان کړانځور: Imago/Hindustan Times/S. Saxena

د روان ميلادي کال په سر کې مودي د باليووډ سينما له يو شمير مشهورو شخصيتونو سره وکتل چې په هغوی کې کرن جوهر او رنوير کپور هم شامل ول.

د «بي جی پي» گوند يوه مهم غړي په دې هکله وويل: «له هنرمندانو څخه د کار اخيستو موخه داده چې په هغو سيمو کې چې دې گوند پکښې په ماضي کې ښه نوم نه دی پريښې، د گوند له پاره کمپاين وشي.»

يو بل مشهور فلمي ستوری چې په دې ګوند کې شامل شوی، د اکشن فلمونو پخوانی اتل شتروگن سهنا دی. نوموړي تر انتخاباتو دمخه مياشتو کې په څو ځلي پر مودي نيوکې هم کړي وې.

کانگرس گوند بيا د هندي او مراهټي فلمونو مشهوره هنرمنده اورميلا مادوندر د ممبۍ د يوې ډېر مهمې انتخاباتي حوزې څخه د کانديدې په توگه معرفي کړې ده.

هنرمند سنجې دت همدا راز د خپلې خور پريا دت له پاره کمپاين کوي چې هغه هم د ممبي له يوې حوزې څخه د کانگرس گوند په نمايندگۍ په ټاکنو کې برخه اخلي.

په تامل نادو، اندرا پرديش او لويدیځ بنگال کې سيمه ایزو گوندونو د سيمه ایزو سندر غاړو او هنرمندان څخه په کمپاين کې مرسته اخيستې ده.

په نوي ډيلي کې ټولنیز کارپوه سواشيش موېترا وويل: «په انتخاباتو کې يا په ټاکنیزه مبارزه کې د مشهورو هنرمندانو را شاملول کومه نوې خبره نه ده.» هغه زياته کړه: «په دې ټاکنو کې ډېر ځوانان هم برخه اخلي او ښايي هیله يې داوي چې له هنرمندانو سره یې مينه او ليوالتيا د هغه گوند په گټه تمامه شي چې دغه ستوري ورته کمپاين کوي او یا په استازيتوب يې په ټاکنو کې برخه اخلي.»

د هند عمومي ټاکنې د اپريل له ۱۱ نيټې څخه د می مياشتي تر ۱۹ نیټې پوري په اووه پړاونو کې دوام کوي. پايلې به ښايي د می مياشتي پر ۲۳ نيټه اعلان شي.

B.S/N.Z (dpa)

زموږ له آرشيف څخه: