1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند سپوږمکۍ د سپوږۍ مدار ته ورسېده

۱۳۹۸ مرداد ۲۹, سه‌شنبه

هند غواړي څلورم هغه هيواد سي چي سپوږمۍ ته يې ځانونه رسولي دي. د سپوږمۍ مدار ته د «چندرايان ۲» رسېدنه د هدف پر لور يو بل گام دی. چارواکو په بریالۍ توګه د ماموریت د پرمختګ خبره کړې.

https://p.dw.com/p/3OCuq
Indien Raumsonde Chandrayaan 2 Start in Richtung Mondumlaufbahn
انځور: Reuters/Indian Space Research Organisation

د «چندرايان ۲» په نوم د هند سپوږمکۍ تر څلورو اونيو خلايي سفر وروسته د سپوږمۍ مدار ته داخله سوې ده. د خلايي چارو له پاره د هند اړونده ادارې (ISRO) ويلي دي چي و مدار ته د داخلېدنې دغه مانور چي ۲۹ دقيقې يې دوام و درولد، »په بريا پای ته رسېدلی دی«.

که ټول کارونه له پلان سره سم سرته ورسېږي نو د هند دغه سپوږمکۍ به د سپتمبر پر ۷مه نېټه د سپوږمۍ پر سويلي قطب ناسته وکړي. هند غواړي چي تر متحده ايالاتو، روسيې او چين وروسته څلورم هيواد وګرځي چي پر سپوږمۍ باندي خپله سپوږمکۍ کښېنوي.

سپوږمۍ ته د سپوږمکۍ د لېږده دغي پروژې باندي ۱۴۰ ميليونه امریکايي ډالر مصارف راغلي. د دغې پروژې مشري دوې کارپوهاني کوي.

د پروژې هدف دا دی چي د سپوږمۍ پر سويلي قطب باندي د هند دغه سپوږمکۍ کښته سي او هلته تر۱۴ ورځو پوري د اوبو د هغو ځايونو په هکله تجربې وکړې چي تر مخه لا موندل سوي ول.

د »چندرايان ۲« پروژې تر ټولو مغلق پړاو د سپوږمۍ مدار ته د دغه ستلايت داخلېدل وو. که دغه سپوږمکۍ په ډېر تېز سرعت د سپوږمۍ مدار ته داخله سوې وای نو ښايي ورته زيان اوښتی وای او په خلا کي ورکه سوې وای. خو که يې سرعت تر اندازې کم وای نو بيا د کشش له کبله يې د لوېدلو خطر موجود ؤ.

دغه سپوږمکۍ به اوس پر مخ په وړاندي کوچني کېدونکو مدار باندي پر سپوږمۍ راڅرخي تر څو چي يې له سپوږمۍ څخه فاصله تقريبا ۱۰۰ کلومترو ته راکمه سي. تر هغه وروسته به ورو ورو يا روبوت موټر چي د سپوږمکۍ سره وصل دی، ځان جلا کړي او د سپوږمۍ پر لور به حرکت وکړي. د (ISRO) ادارې رئيس کايلاساواديوو سيوان ويلي چي د دغه پروژې د بريالي کېدو چانسونه ۳۷ سلنه دي.

د هند د حيثيت له پاره مهمه پروژه

د «چنداريان ۲» سپوږمکۍ د جولای مياشتي پر ۲۲ مه د توغندي په مرسته له مځکې څخه د خلا پر لور وتوغول سوه. دغه توغونه د هند د ادهرا پردېش ايالت له خلايي سټېشن «ساتش دهون» څخه تر سره سوه. د هند هيواد له پاره د سپوږمۍ دغه پروژه د حيثيت او وقار موضوع ده.

لومړي وزير نريندرا مودي ويلي چي تر ۲۰۲۲م کاله پوري ښايي هند وتوانيږي چي خلا ته انسانان ولېږي. په ۲۰۰۸م کال د »چندرايان ۱« پروژې په ترڅ کي سپوږمکۍ صرف د سپوږمۍ پر مدار چکر وهلی ؤ او ورکښته سوې نه وه.

هند پخپلي نوي دې پروژې سره غواړي د خلا په ډګر کي د سيالي کوونکو هيوادونو په قطار کي ځان شامل کړي. امریکا متحده ايالات غواړي چي په ۲۰۲۴م کال کي بيا سپوږمۍ ته انسانان ولېږدوي.

چين د روان مېلادي کال په جنورۍ مياشت کي خپله سپوږمکۍ د سپوږمۍ پر هغه اړخ کښېنوله، چي له مځکي څخه نه معلوميږي. چين غواړي چي د دوو لسيزو په اوږدو کي سپوږمۍ ته انسانان ولېږي او هلته يو سټېشن جوړ کړي.

د اسرائيلو خصوصي شرکت په اپريل مياشت کي ناکام سو چي سپوږمۍ ته خپله سپوږمکۍ ورسوي. دغه اسرائيلۍ سپوږمکۍ په خلا کي له منځه تللې وه.

آژانسونه/ا.ا./ن.ز.