1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند ستري محکمې د کشمير د ځانگړي حیثیت لغوه کول تائيد کړل

۱۴۰۲ آذر ۲۰, دوشنبه

د هند سترې محکمې د نیمه خپلواکه او ناآرامه کشمیرله پاره د حکومت له خوا د ځانگړي حیثیت لغوه کول تائيد کړل.

https://p.dw.com/p/4a0ln
Indien Oberster Gerichtshof in Neu Dehli
انځور: picture-alliance/NurPhoto/N. Kachroo

د نوموړي محکمې قاضيانو د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د ډسمبر ۱۱) په خپل حکم کي څرگنده کړه چي: «هغه گام چي په ۲۰۱۹م کال کي اخیستل سوی وو د ادغام د بهیر وروستی ټکی او د قدرت د معتبرو اعمالو نتیجه ده.»

په عین حال کي هغوی اعلان وکړ چي د جمو او کشمیر مرکزي سیمه دي د امکان په صورت کي ژرترژره د هند د نورو ایالتونو په څیر یو فدرالي ایالت سي. د هند صدراعظم نریندرا مودي دا ډول حکم یو تاریخي گام وباله.

د مودي ملتپال حکومت په ۲۰۱۹م کال کي د کشمیر ځانګړی حیثیت له اساسي قانون حذف کړ او دغه سیمه یې د نوي ډیلي تر مستقیمي ولکې لاندي  راوسته. د حکومت دغه اقدام په کشمیر کي پر تگ راتگ باندي بندیزونو، په میاشتو میاشتو د اړیکو بندیدو او ډله ایزو نیونو سره مل وو.

د ځانگړي حیثیت له لغوه کیدو راهیسي د رسنیو آزادي او نور مدني حقونه سخت محدود سوي دي. په اوس وخت هند له پاکستان سره په سرحد کي تر خپلي ولکې لاندي کشمیر کي خپل ځواکونه پیاوړي کړي، تر څو د مظاهرو مخه ونیسي.

په کشمیر کي هند پلوه ګوندونو، د وکیلانو محلي ټولنو او همدارنګه انفرادي کسانو د ځانګړي حیثیت د لغوه کولو سره خپل مخالفت ښودلی. محکمې اوس امر کړی دی چي د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر تر ۳۰ نېټې پوري دي په جمو او کشمير کي ټاکني وسي.

مودي په خپل ايکس يا پخواني تويتر کي څرگنده کړې ده: «دغه حکم د هیله مندۍ یو څراغ دی او د یوه ښه راتلونکي او د یوه پیاوړي او متحد هند د جوړولو له پاره زموږ د گډ عزم شاهدي ورکوي.»

د کشمیر د ځانگړي حیثیت په هکله د اساسي قانون د ۳۷۰ می مادې لغوه کول، تل د مودي د بي جي پي گوند، چي په راتلونکي کال کي ټاکنو ته ځان تياروي، یو مهم پلان وو.

د کشمیر غرنۍ سیمه د بریتانوي هند له خپلواکۍ او د هند او پاکستان ترمنځ جگړې راهیسي په ۱۹۴۷م کال کی وویشل سوه. خو ددغي سیمي د بشپړ نیولو ادعا تر نن ورځي پوري د هند او پاکستان ترمنځ یوه شخړه ایزه موضوع ده.

له ۱۹۸۹م کال راهیسي بې شمیره ډلې د نوموړې سیمي د خپلواکۍ او ځیني یې د لا ډېري خودمختارۍ او یا هم پاکستان ته د الحاق کیدو له پاره مبارزه کوي.

GP/NZ/AG