1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې دری سرتېري وژل شوي

۱۴۰۲ مرداد ۱۴, شنبه

پولیسو د شنبه په ورځ خبر ورکړی چې د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په جنجالي سیمه کې درې تنه سرتېری له شکمنو یاغیانو سره په نښته کې وژل شوي، په یاده سیمه کې دا مهال د نوي ډهلي د مستقیمې واکمنۍ څلورمه کلیزه لمانځل شوې ده.

https://p.dw.com/p/4Uo3J
Indien | Waffentraining VDC
انځور: Nazim Ali Khan/NurPhoto/picture alliance

د جمعې په شپه ناوخته کله چې پوځیانو د سویلي کشمیرپه دره کې د هالان په ځنګلونو کې د وسلوالو یاغیانو په لټولو پسې وتلي ول، د پوځیانو او وسلوالو یاغیانو ترمنځ نښته رامنځته شوې چې په پایله کې درې تنه سرتېري وژل شوي دي. پولیسو په ټویټر کې د یادې پېښې په اړه لیکلي: « درې تنه پرسونل لومړی ټپیان شوي او وروسته یې ساه ورکړه.» د وسلوالو په لټون پسې عملیات پیل شوي دي.

له ۲۰۱۹ م کال له اګسټ میاشتې راهیسې د هند د حکومتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ هغه مهال شخړې کمې شوې کله چې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي حکومت د اکثریتو مسلمانانو په ناامنه سیمه کېد دوی محدوده خپلواکي پای ته ورسوله. د هند حکومت وایي چې د دغه اقدام موخه په یاده جګړه ځپلې سیمه کې د سولې او پرمختګ راوستل وو.

خو له بدلون وروسته په څلورو کلونو کې د هند د ځواکونو د ۱۴۴ تنو په ګډون نږدې ۹۰۰ تنه وژل شوي دي. له روان میلادي راهیسې د ۹ ملکيانو، ۱۶ دولتي منسوبینو او ۳۸ شکمنو یاغیانو په ګډون شاوخوا ۶۳ تنه وژل شوي په داسې حال کې چې د تېر کال د وژل شویو کسانو شمېر ۲۵۳ تنه و.

pzb/gle/cwl