1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې چاودنې ۱‍۰ تنه ټپیان کړي

۱۳۹۸ مهر ۱۳, شنبه

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د پولیسو چارواکو ویلي چې حکومتي ودانۍ ته څیرمه د لاسي بم په یوه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ټپیان شوي دي. چارواکو ویلي چې بمي چاودنه د جنګیالیو کار دی.

https://p.dw.com/p/3Qlt9
Indien Kaschmir Soldaten in Srinagar
انځور: picture-alliance/AP Photo/Dar Yasin

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر میاشتې په ۵مه نیټه) د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د پولیسو چارواکو ویلي چې یوې حکومتي ودانۍ ته څیرمه د لاسي بم په یوه برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ټپیان شوي دي. د یادې سیمې د پولیسو مشر دلباغ سنګ، وویل چې چاودنه د جنګیالو په لاس شوې او دا چې پیښه د اننتناګ ښار په جنوبي څنډه کې د ملکي ادارې ته څیرمه شوې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړه چې په یاده چاودنه کې یو پولیس چارواکی او یو خبریال ټپي شوي دي او دا چې ټپونه یې سطحي دي او د درملنې له پاره روغتون ته انتقال شوي دي.

دلباغ سنګ د جزئیاتو له ورکړې پرته وویل: «دا د جنګیالیو یو برید وو. پولیسو پلټنې پیل کړي څو بریدګر مشخص او ونیسي.» د پولیسو دغه چارواکي په دې هکله نور جزئیات ورنه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال په اګست میاشت کې هندوستان د یوه اقدام له لارې له کشمیر څخه د نیمه خپلواکۍ حیثیت بیرته واخیست چې د پاکستان له سخت غبرګون سره مخامخ شو. تر دې وروسته، هندوستان په دې سیمه کې شدید امنیتي تدابیر وضع کړي او د معلوماتو له مخې په زرهاوو کسان یې نیولي دي. هندي چارواکو په دې سیمه کې د یوې مودې له پاره پر مخابراتي او انترنتي خدماتو هم بندیز وضع کړی وو.

هندوستان پر خپل ګاونډي پاکستان تور پورې کوي چې دغه هیواد یاغیانو ته روزنې او امکانات په لاس ورکوي، داسې ادعا چې پاکستان تل رد کړې ده.

AP / KH.AWA