1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند او پاکستان تر منځ دیپلوماتیکو ناندرو زور اخیستی دی

۱۳۹۹ تیر ۴, چهارشنبه

هند په نوي ډهلي کې د پاکستان سفارت ته امر کړی وو چې خپل پرسونل دې نیمایي ته را کم کړي. اوس پاکستان هم په اسلام آباد کې د هند سفارت ته اووه ورځې وخت ورکړی دی چې خپل پرسونل دې نیمایي ته راکم کړي.

https://p.dw.com/p/3eFix
Indien Neu Delhi Botschaft Pakistan
انځور: picture-alliance/NurPhoto/N. Kachroo

د هند د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (د جون میاشتې ۲۳ نیټه) د یوې بیانیي په خپرولو سره په نوي ډهلي کې د پاکستان پر سفارت د جاسوسۍ او د افراطیت د ملاتړ کولو په څیر درانه تورونه ولګول، او غوښتنه یې وکړه چې خپل دیپلوماتیک پرسونل دې ۵۰ سلنه راکم کړي.

په دې برخه کې هند د پاکستان د سفارت شارژدافیر سید حیدر شاه د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی وو او د حکومت له پریکړې یي خبر کړ.

هند تور لګولی دی چې پاکستاني دپيلوماتان په داسې فعالیتونواخته دي چې له دیپلوماتیکو ادبیاتو سره په ټکر کې دي. دوی دا هم ویلي دي چې پاکستان په اسلام آباد کې د هند په سفارت کې دیپلوماتانو ته د هغو د روا مسئولیتونو د ادا کولو په برخه کې خنډ جوړوي او هندي دیپلوماتان ګواښل کیږي او ویرول کیږي.

پاکستان پر خپلو دیپلوماتانو د جاسوسۍ او افراطي ډلو سره د اړیکو درلودلو اړوند تورونه بې بنسټه بللي او په دغه هیواد کې يي د هند سفارت ته امر کړی دی چې په اوو ورځو کې دننه دې خپل دیپلوماتیک پرسونل ۵۰ سلنه را کم کړي.

څو اونۍ مخکې نوي ډهلي د پاکستان د سفارت دوه تنه دیپلوماتان د جاسوسۍ په تور نیولي وو. هند دوی نامطلوبه کسان ووبلل او په عاجل ډول یي ورته له دغه هیواد څخه د وتلو امر کړی وو.

تر دې پيښې وروسته په اسلام آباد کې هم څو تنه هندي دیپلوماتان د یو څه وخت له پاره لادرکه شوي وو چې هند یي پړه پر پاکستان اړولې وه.

د هند او پاکستان دغه اختلافات په داسې یو وخت کې رامنځته کیږي چې د هند او چین ترمنځ هم سرحدي جنجال روان دی. څو ورځې مخکې د ختیځ لداخ په ګلوان دره کې د چین او هندي پوځ ترمنځ نښته رامنځته شوې وه چې په پایله کې یي ۲۰ تنه هندي عسکر وژل شوي وو.

په هند کې د اپوزیسیون ډلې پر لومړي وزیر نریندر مودي نیوکه کوي چې د چین پر وړاندې له کمزورې دریځ څخه کار اخلي.

د سیاسي چارو څارونکي وایي له یوې خوا د چين په سرحد کې د رامنځته شوي پيښې له امله د هند حکومت تر سخت فشار لاندې دی او ولس هم په غوسه دی، بل لور ته له پاکستان سره په دیپلوماتیکه کچه له داسې یوه چلند سره د هند حکومت غواړي دا پيغام واستوي چې دوی یو قوي او مستحکمه رهبري لري چې سخت اقدامات کولی شي.

صلاح الدین زین، سري نګر، کشمیر