1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند او پاکستان تر منځ د اورګاډي تګ راتګ بیرته پیل شو

۱۳۹۷ اسفند ۱۴, سه‌شنبه

د هند او پاکستان تر منځ د ترینګلتیا له کمیدو سره د دواړو هیوادونو تر منځ د یوه اورګاډي تګ راتګ بیرته پیل شوی او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې ښوونځي هم بیرته پرانیستل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3ERYh
Samjhauta Express Zug
انځور: Getty Images/AFP/N. Nanu

د پاکستان د اورګاډو د ادارې ویاند اعجاز شاه ویلي دي چې د «سمجهوته ایکسپرس» په نوم اورګاډی د لاهور څخه د هندوستان بندري ښار اتاري په لور خوځیدلی دی. په اورګاډي کې ۱۸۰ مسافر سپاره دي.

پاکستان تیره اوونۍ، له هندوستان سره د ترینګلتیا له زیاتیدو سره د دې اورګاډي خدمات ځنډولي ول. 

په عین حال کې د دوشنبې په ورځ د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې ښوونځي هم تر اووه ورځو بندیدو وروسته یو ځل بیا پرانیستل شول. ښوونځي هم د اسلام آباد او نوي ډهلي تر منځ د اختلافاتو له کبله تړل شوي ول.

په چکوتهي کې د یوه ښوونځي مشر راجا جلیل، ویلي دي چې که څه هم ښوونځی یې پرانیستل شوی دی خو بیا هم ډیر زده کوونکي حاضر نه دي. هغه وویل: «موږ خپله ورځ د سولې له پاره له دعا کولو سره پیل کړه.»

په کشمیر کې تر هغه وروسته ښوونځي وتړل شول چې پاکستاني او هندي پوځیانو د «لاین اف کنټرول» په اوږدو کې پر يو او بل ډزې وکړي. د پاکستان او هند تر منځ د وروستیو ترینګلتیاو له پیلیدو راهیسې د اسلام آباد تر ولکې لاندې کشمیر کې اته ملکیان او دوه سرتیري وژل شوي دي.

د ښوونځنیو بیا پرانیستل کیدل او د اورګاډي د خدماتو بیا پیلیدل ښيي چې د هند او پاکستان تر منځ ترینګلتیا د راکمیدو په حال کې ده او په اتومي وسلو سمبالو دغو دواړو هیوادونو د نړیوالې ټولنې غوښتنې منلي چې حالات لا پسې کړکیچن نه کړي.

خو پر دې پرمختګونو سربیره هم پاکستان له ختیځ څخه د خپل هیواد فضا ته د داخلیدونکو او له دې هیواده د ختیځ پر لور د تلونکو پروازونو پر مخ خپله فضايي حریم نه دی پرانیستې.

د پاکستان او هند تر منځ تازه شخړې د فبروري میاشتې پر ۱۴مه نیټه د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې تر یوه ځانمرګي برید وروسته، پیل شوې. تر دې برید وروسته هندي جېټ الوتکو د پاکستان په خاوره کې هدفونه په نښه کړل او بمونه یې وغورځول. پاکستان بیا دوه هندي الوتکې وویشتې او یو هندي پیلوټ یې ژوندۍ ونیوه. اسلام آباد نیول شوی پیلوټ د سولې د نیت ښوولو په خاطر بیرته هندوستان ته وسپاره.

کشمیر په ۱۹۴۷ کال کې په هندوستان کې د انګلستان د واکمنۍ له پای ته رسیدو راهیسې، د پاکستان او هندوستان تر منځ ویشل شوی دی. دواړه هیوادونه د ټول کشمیر ادعا کوي او تر اوسه پورې د دې سیمې پر سر درې وارې یو له بل سره په جګړه کې ښکیل شوي دي. دواړو هیوادونو په ۲۰۰۳ کال کې د یوه اوربند پر سر موافقې ته ورسیدل خو دغه تړون وخت نا وخته ماتیږي.