1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د هند او افغانستان ترمنځ ټيسټ لوبي په اړه هنديان څه وايي؟

۱۳۹۷ خرداد ۲۳, چهارشنبه

د هند ویکټ ساتونکي دنیش کارتېک د سختو شرایطو لاندې د سپورت په ډګر کې د افغانستان بریا ستایلې ده. د هند د کریکټ لوبډلې کپتان بیا ویلي دي چې د افغانستان پر وړاندې لوبه آسانه نه انګیري.

https://p.dw.com/p/2zQsk
Cricket World T20 Afghanistan - Hong Kong
انځور: Getty Images/AFP/P. Bhoot

افغانستان په تیر میلادي کال کې د کریکټ د نړیوالې شورا (آی سي سي) د بشپړ غړیتوب تر لاسه کولو وروسته د هند پر وړاندې خپله لومړۍ لوبه تر سره کوي. هند د کریکټ د نړیوالو شورا د ټیسټ لوبو د درجه بندیو په ترڅ کې لومړی ځای لري.

افغانستان همدا تیره اوونۍ د شل اوریزو لوبو په لړۍ کې د بنګله دیش لوبډلې ته ۳-۰ ماتې ورکړه. کارتېک د افغانستان د لوبډلې دغه بریا ستایلې ده. هغه ویلي دي چې دا د ده له پاره ویاړ دی چې د پنجشنبې په ورځ له افغانستان سره په ټیسټ لوبه کې مخامخ کیږي. 

هغه د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «د نړیوال کریکټ له پاره د هغوی [افغانستان] سفر یو الهام دی. ډیر په دې نه پوهیدل چې هغوی لوبه کوي... موږ ټول په دې پوهیږو چې هغه څومره ستونزمن ځای دی او څومره ستونزې یې تر شاه پرې ايښي او پر دې سربیره هم د دې جوګه دي چې د خپلې ښې لوبې په تر سره کولو سره خلکو ته الهام وروبخښي.»

په عین وخت کې د هند د کریکټ لوبډلې کپتان اجنکیا رهانی، ویلي دي دوی د افغانستان لوبډلې آسانه نه انګیري او په خبره یي افغانستان مناسب ټیم او ښه بالران یا توپ اچونکي لري. هغه زیاته کړې ده «موږ به پر خپل توان او مثبت اړخ باندې تمرکز وکړو. موږ د افغانستان په هکله فکر نه کوو.» رهانی په دغه ټیسټ لوبه کې د ویرات کوهلي، پر ځای کپتاني کوي. 

تر دې دمخه د افغانستان د کریکټ لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي، پر دې ټینګار کړی وو چې لوبډله یې د هند د لوبډلې پر وړاندې ښه ورو توپ اچونکي لري. رهانې د دواړو لوبډلو د ورو توپ اچونکو له پرتله کولو ډډه وکړه، خو د هند د لوبډلې د روي چندړن اشوېن او رویندرا جدیجا تجربه یې وستایله. 

د هند په آی پي ال سیالیو کې د افغانستان راشد خان او مجیب ځدراڼ ډیر ځلیدلي وو. 

زموږ له آرشیف څخه: