1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «همجنس باز» افغان مهاجر د اخراج د مخنیوي هڅي

۱۳۹۸ مرداد ۴, جمعه

په آلمان کې یو ځايي چارواکی په دې هڅه کې دی څو د یوه «همجنس بازه» افغان پناه غوښتونکي د اخراج مخه ونیسي. ټاکل شوې چې دغه افغان پناه غوښتونکي له آلمان څخه ناروې ته او له هغه ځايه احتمالاً افغانستان ته اخراج شي.

https://p.dw.com/p/3Mkoc
Deutschland Messerattacke in Lübecker Linienbus | PK Innenminister Schleswig-Holsteins Hans-Joachim Grote
انځور: picture-alliance/dpa/M. Scholz

د آلمان خبري آژانس «ډي. پي. اې» د یوه رپوټ پر اساس، د آلمان د شليسويگ هولشټاین ایالت د کورنیو چارو وزیر هانس یواخیم ګروته، غواړي چې د یوه «همجنس باز افغان» د پناه غوښتنې د قضيې په هکله د آلمان د کورنیو چارو له وزیر هورست زیهوفر سره خبرې وکړي.

په کیل ښار کې د دې ایالت د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند د سه شنبې په ورځ وویل چې ټاکل شوې د دوبي تر رخصتیو وروسته ښاغلی ګروته د آلمان د کورنیو چارو له وزیر سره د یادې موضوع په هکله تلیفوني خبرې وکړي.

دغه ۱۹ کلن افغان مهاجر چې اوسمهال د دې ایالت په کیل ښار کې په یوې کلیسا پوري اړوند یوه کور کې ژوند کوي، د مهاجرت او پناه غوښتنې د ځايي ادارې د پریکړې له مخې باید ناروې ته اخراج شي.

دغه افغان پناه غوښتونکی چې د نامه په هکله یې څه نه دي ویل شوي، تر دې وړاندې په ناروې کې د پناه غوښتنه کړې وه خو هغه مهال یې په ناروې کې د پناه غوښتنه رد شوې وه.

د دبلین د قوانینو له مخي، يو مهاجر بايد بيرته هغه اروپايي هيواد ته ولېږل شي چي لومړی ورغلی وي.

د آلمان د خبري اژانس د رپوټ پر اساس، که چیرته نوموړی افغان مهاجر ناروې ته اخراج شي، ښايي له ناروې څخه بیرته افغانستان ته اخراج شي او په خپل هیواد کې یې ژوند ته خطر ډیر دی.

دغه پناه غوښتونکی له دې امله چې د دبلین په مقراراتو کې راځي، نو په دې صورت کې د آلمان ایالاتونه د دغه راز قضیو د پریکړې حق نه لري او پر ځای یې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې فدراله اداره پریکړه کوي.

د رپوټونو پر اساس، نوموړی افغان پناه غوښتونکی په ۲۰۱۵م کال کې چې ۱۴ کلن وو، لومړی د آلمان بایرن ایالت ته راغلی او په دې ایالت کې ثبت شوی وو. وروسته له هغه چې په ناروې کې يې د پناه غوښتنه رد شوه، بیرته آلمان ته راغلی دی. د آلمان د پناه غوښتنې او مهاجرت ادارې یا بامف د نوموړي د پناه غوښتنې ته منفي ځواب ورکړی دی او اوس ناروې ته د اخراج له ګواښ سره مخامخ دی.

تر دې وړاندې د آلمان د شليسويگ هولشټاین ایالت د کورنیو چارو وزارت د آلمان د مهاجرت له ادارې څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې وه چې د یاد افغان مهاجر قضیه دې له سره و ارزوي، خو پر دې غوښتنې سربیره دغه کار نه دی شوی.

 

دغه راپور د اينفومايگرانتس له پاڼي څخه اخيستل شوی دی.