1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د هلمند د ځانمرګي برید د تلفاتو په هکله ضد او نقیض رپوټونه

۱۳۹۸ آذر ۱۸, دوشنبه

د هلمند ولایت په ناد علي ولسوالۍ کې د ځانمرګي برید د تلفاتو په هکله بېلا بېل رپوټونه ورکول کیږي. د ولایتي شورا غړي وایي چې د ملي اردو مرکز ته څیرمه په دغه برید کې اته عسکر وژل شوي خو د دفاع وزارت بیا د ۵ تنو یادونه کوي.

https://p.dw.com/p/3UU64
Afghanistan Kämpfe in der Prozinz Helmand
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/landov/A. Aziz Safdary

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه چاودنه د سیمه په وخت د دوشنبې سهار شا او خوا لس بجې د هلمند ولایت په ناد علي ولسوالۍ کې شوې ده.

نوموړي خبري آژانس د ناد علي ولسوال بریالي نظري، له قوله لیکلي دي چې د طالبانو یوه ځانمرګي برید کوونکي د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته د ملي اردو مرکز ته څیرمه چاودنه ورکړې ده. د هغه په خبره په دې هکله ترمخه استخباراتي معلومات وو، خو افغان امنیتي ځواکونه ونه توانیدل چې د دغه برید مخه ونیسي. د نظري په خبره د دغه «درنې» چاودنه له کبله د ملکي کسانو کورونه ته هم زیان اوښتی دی.

د هلمند د ولایتي شورا غړو حیات الله مایار او عطاالله افغان د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په پيښه کې لږ تر لږه اته امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د هلمند د ولایت مقام د فیسبوک په یوه پیغام کې لیکلي دي چې په دغه برید کې یو ماشوم او او سپین ږیری هم وژل شوي دي.

خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت بیا په دغه برید کې د پنځو سرتیرو د وژل کیدو او څلورو نورو د ټپي کیدو خبره کوي.

د وزارت له لوري په فیسبوک کې په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي دي چې یو ځانمرګی بریدګر چې په مازدا ډوله موټر کې سپور وو او د ناد علي ولسوالۍ په «ژیړ پله» سیمه کې یې پر یوې پوستې د برید قصد درلود، د امنیتي ځواکونو له لوري د برید ترمخه پيژندل کیږي او «پر ځانمرګي له ډزو وروسته بریدګر ځان ته چاودنه ورکوي.»

د طالبانو یوه ویاند د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی او ویلي دي یې چې دغه برید افغان امنیتي ځواکونو ته ډیره مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه برید وروسته له هغې تر سره کیږي چې د نومبر میاشتې په وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسید او له طالبانو سره یې د سولې د خبرو اترو د بیا پیلیدو یادونه وکړه.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین د یکشنبې په ورځ د تویتر په یوه پیغام کې لیکلي وو چې د دوشنبې په ورځ به هم خبرې اترې ادامه ولري.

تر دې دمخه متحده ایالات او طالبان د یوه احتمالي توافق په درشل کې وو خو د متحده ایالاتو ولسمشر دغه خبرې په کابل کې د یوه موټر بم چاودنې وروسته ودرولې چې د نورو سربیره پکې د ناټو دوه عسکر هم وژل شوي وو چې یو یې امریکایي تبعه وو.