1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هسپانیا پارلمان له لومړي وزیره د اعتماد رایه واخیسته

۱۳۹۷ خرداد ۱۱, جمعه

د هسپانيا پارلمان له لومړي وزیر ماریونو راخوی څخه د اعتماد رایه اخیستې ده. د هغه ځای ناستی ښايي داسي څوک شي چې له راخوی په گوښه کولو کي يې مهم نقش لاره.

https://p.dw.com/p/2ynpr
Spanien Madrid - Misstrauensantrag gegen spanischen Ministerpräsidenten Rajoy
انځور: Getty Images/AFP/O. D. Pozo

د هسپانيا د پارلمان غړو د جمعې په ورځ د لومړي وزیر ماریونو راخوی د ګوښه کیدو په حق کې رایه ورکړه او په دې ترتیب سره یې د لومړي وزیر په توګه د سوسیالیست پیدرو سنچیز، د ټاکل کیدو له پاره لاره هواره کړه.

پارلمان له راخوی څخه تر هغه وروسته د اعتماد رایه واخسته چې هغه او ګوند یې د پیسو د مصرف له کبله په جنجالونو کې ښکیل شول. تیره اوونۍ د همدې جنجالونو له کبله د راخوی د «خلکو ګوند» پوري تړلو کسانو ته سزاوي واوریدل شوې. په دغو کسانو کې ځيني دولتي چارواکي هم شامل ول.

پر دې سربیره پخپله د «خلکو ګوند» هم له دې کبله جریمه شوی دی چې د محکمې په خبره یې د پټو بانکي حسابونو له لاري معاملات کول.

د پارلمان په غونډه کې ۱۸۰ غړو راخوی ته د نه اعتماد او ۱۶۹ غړو ته د اعتماد رايي ورکړې.

تر دې مخکې چې په پارلمان کې د اعتماد رایې واچول شي، راخوی غړو ته ویلي ول چې «ویاړم چې هسپانیا تر هغه چې ترلاسه کړې مې وه په ښه حالت کې پریږدم. هسپانیاویانو مننه او ښې چارې.» راخوی ماتي منلې او سنچیز ته یې د راتلونکې لومړي وزیر په توګه ټاکل کیدو له کبله مبارکي ویلې ده.

بریا خو په لوړه بیه: که څه هم ویل کیږي چې راخوی په ۲۰۱۱م کال کې واک ته تر رسیدو وروسته هسپانیا له اقتصادي کړکیچ څخه بهر کړه خو د هغه منقدین بیا وایي چې د دغه سیاستوال له خوا د بسپنې تدابیرو په ټولنه کې نابرابرۍ ډیري کړې او هغه و نه توانید چې په هسپانیا کې د بیکارۍ کچه راټیټه کړي. د هغه پر ګوند باندي همداراز د اداري فساد تورونه هم ولګیدل چې پایله یې له لومړي وزیر څخه د اعتماد د رایې اخیستل ول.

تاریخي رای اچوونه: راخوی له ۱۹۷۵م کال راهیسې د هسپانيا لومړی وزیر دی چې پارلمان ترې د اعتماد رایه اخلي.

تر دې وروسته به څه کیږي: تمه کیږي چې تر دوشنبې ورځې مخکې به سنچیز د هسپانيا لومړی وزیر شي او په راتلونکې اوونۍ کې به د هغه کابینه اعلان شي.

ms/nz (AFP, dpa)