1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د هسپانيا اقتصاد په ميليونو مهاجرو ته اړتيا لري»

۱۳۹۸ دی ۲۷, جمعه

د هسپانيا د حکومت په حواله د دغه هيواد د اوسني اقتصادي وضعيت د ساتلو له پاره په ميليونو مهاجرو ته اړتيا سته.

https://p.dw.com/p/3WLRm
Spanien Algericas Gerettete Flüchtlinge
انځور: Getty Images/AFP/J. Guerrero

د هسپانيا د ټولنيز امنيت او مهاجرو وزير جوزې لويس ايسکريوا، د پنجشنبې په ورځ په پاريس کي د مهاجرو په اړه د اقتصادي او گډ کار سازمان له خوا يوه فوروم کي ويلي دي چي هيواد يې اوس شاوخوا ۴۷ ميليونه نفوس لري او له اتو څخه تر نهو ميليونو نورو انسانانو ته له دې کبله اړتيا لري چي خپل د اولس د فعالو اوسيدونکو شمير يې ساتلی وي.

ايسکريوا زياته کړه: «هيڅوک نه سي کولای د نفوسو له ودې څخه وتښتي. که موږ غواړو چي خپل د ژوندانه ستندرد وساتو، نو بايد دې ته تيار اوسو چي نور مهاجر ومنو.»

هغه په عين حال کي خبرداری ورکوي چي بايد خپله ټولنه دې ته آماده کړي او خپلو خلکو تنه توضيح کړي چي دوی ولي دا کار د خپلو کوچنيانو او راتلونکي نسل له پاره ښه گڼي.

د اروپايي ټولني داخلي کميساره يلوا يوهانسون په دغه کنفرانس کي د سياسي مسوولينو په وړاندي، د خلکو د باور نيمگړتيا ته اشاره وکړه او وې ويل: «د اروپا اتباع دې کار ته آماده دي چي هغه پناه غوښتونکي او يا هم مهاجر بايد ومنل سي چي زموږ اقتصاد ته گټه رسوي. خو د هغوي انديښنه داده چي مهاجرت له کنتروله وتلی دی.»

يوهانسون زياته کړی چي دوی بايد دا وښيي چي مهاجرت په کنترول کي لري.

(G.P/N.Z(AFP