د هرات د کوهسان ولسوال په بمي چاودنه کې وژل شوی
۱۳۹۷ آبان ۱۹, شنبهد افغانستان په لویديځ کې چارواکي وايي چې د هرات ولایت د کوهسان ولسوالۍ ولسوال په خپل دفتر کې په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی. جیلاني فرهاد، د هرات د والي ویاند، د پیښې په تړاو رسنیو ته ویلي چې د هرات ولایت د کوهسان ولسوال امیر هفت بلا نن د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې په ۱۰مه نیټه) تر غرمې وروسته په یوه بمي برید کې وژل شوی.
نوموړي زیاته کړې چې هغه په خپل دفتر کې له یو شمیر خلکو سره د ملاقات پرمهال د یوې بمي چاودنې له کبله وژل شوی دی.
د هرات د والي د ویاند په خبره په دې پیښه کې دوه تنه نور چې د هفت بلا دفتر ته د ملاقات له پاره راغلي وو، ټپیان شوي دي. د هرات د والي د ویاند په حواله دوی د پیښې په هکله پلټنې پیل کړي دي. تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی، خو د والي ویاند بیا د دغه برید مسوولیت وسلوالو طالبانو ته راجع کړی دی، چې په خبره یې تل پر حکومتي او امنیتي ځواکونو دغسې ورته بریدونه کوي.