1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هانکانګ مشره وایي دغه ښار په ډیر خطرناکه وضعیت کې دی

۱۳۹۸ مرداد ۱۴, دوشنبه

د هانکانګ مشرې کیرې لام تر ورځو وروسته په تلویزیون کې تر څرګندیدو وروسته ویلي دي چې لاریون کوونکي باید «ګډوډۍ ته نه ووايي». فعالانو د هغې د استعفا، دیموکراتيکو حقونو پراخیدو او له چین څخه د لا ډیر خودمختاري غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/3NMol
Hongkong Proteste | Carrie Lam, Regierungschefin
انځور: Reuters/K. Kyung-Hoon

د هانکانګ اجرائیه وي مشرې کیري لام، د دوشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې د مظاهرو پر مهال به په دې ښار کې نظم او قانون عملي کړي. دا په داسې حال کې ده چې دې مظاهرو د هانکانګ ځینې برخې فلج کړي دي.

مظاهره کوونکو د دوشنبې په ورځ سهار وختي د هانکانګ عامه ترانسپورت خپل هدف وګرځاوه. له دې کبله چې مظاهره کوونکو د اورګاډو پټلې بندې کړې وې، نو لږ تر لږه د اورګاډو اووه خطه يې تړلي ول. پر دې سربیره په هانکانګ کې تر ۲۰۰ ډیر پروازونه هم لغوه شول. هوايي ډګر ته تلونکي تیز اورګاډی هم بند وو.

کله چې پولیسو د هغو مظاهره کوونکو پر ضد له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست چې د لام د استعفا غوښتنه یې کوله، نو یو شمیر اعتراض کوونکي په تاوتریخوالي کې ښکیل شول.

د پولیسو یوه چارواکي د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې ۸۲ تنه یې نیولي دي. دا په هانکانګ کې دوې میاشتې مخکې د مظاهرو له پیل راهیسې په یوه ورځ کې د نیول شویو کسانو تر ټولو لوړ شمیر دی.

د هانکانګ مشرې ویلي دي چې مظاهره کوونکو د دې ښار «اکثره خلک» له لویې «ویرې» سره مخامخ کړي دي. لام ټینګار وکړ چې اوس د یوځای کیدو وخت دی او «حکومت به په هانکانګ کې د نظم او قانون ساتلو او د خلکو د اعتماد بیا رامنځ ته کولو له پاره قوي عزم ولري».

د هانکانګ مظاهرې نهمې اوونۍ ته ننوتې

لام په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې په هانکانګ کې له اوونیو راهیسې مظاهرې روانې دي. دغه مظاهرې وخت ناوخت د پولیسو او متعریضو تر منځ په تاوتریخوالي هم اوښتي دي.

د پولیسو یوه ویاند د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د جون میاشتې له نهمې نیټې راهیسې چې مظاهرې پیل شوي دي، تر اوسه پوري ۴۲۰ تنه نیول شوي دي. هغه دا هم ویلي دي چې پولیسو تر اوسه پورې ۱۶۰ ربړي مرمۍ فیر کړي او د اوښکې بهوونکي ګاز ۱۰۰۰ مرمۍ یې هم کارولي دي.

مظاهرې لومړۍ چین ته د شکمنو کسانو د استولو قانون پر ضد پیل شوې. خو له هغه وخت راهیسې د مظاهرو اهداف پراخ شوي دي او اوس د لا ډیرو دیموکراتیکو حقونو او لا ډیرې خپلواکي غوښتنه کوي.

د یکشنبې په ورځ هم مظاهره کوونکو د لام د استعفا، چین ته شکمنو کسانو د لېږد د دایمي بندیدو، د مشرانو د انتخاب د حق، د پولیسو د تکتیکونو د څیړنې او د بندي مظاهره کوونکو د آزادي غوښتنې کولې.

(ms/nz (ap,dpa