1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هانس بوکلر بنسټ: په آلمان کې د فقر کچه لږ لوړه شوې ده

۱۳۹۷ مرداد ۲۰, شنبه

د هانس بوکلر بنسټ وايي چې په آلمان کې د فقر خطر مخ په لوړيدو دی او دا د نورو په پرتله په هغو مهاجرو کې چې له ۲۰۱۵م کال راهيسې آلمان ته راغلي ډير دی. خو د ډير عمر درلودونکو کسانو کې يې مخ پورته تلونکی بهير دريدلی دی.

https://p.dw.com/p/330QO
Symbolbild Armut
انځور: picture alliance/Norbert Schmidt

د هانس بوکلر بنسټ ارزونه ښيي چې په آلمان کې د فقر کچه خپل تر ټولو لوړ حد ته رسيدلې ده. دغه بنسټ د جمعې په ورځ وويل چې تيرکال ۱۵.۸ سلنه هغه کسان چې کار يې کاوه او عواید يې تر لاسه کول د فقر ليکې لاندې يې ژوند کاوه. د هانس بوکلر بنسټ چې مرکز يې د آلمان په دوسلدورف ښار کې دی، د کارګرانو اتحاديې ته نژدې دی.

په دې ترتيب تيرکال د بې وزله کسانو په شمير کې۰،۱ سلنه زیاتوالی رامنځ ته شوی دی. د هانس بوکلر پورې اړوند د اقتصادي او ټولنيزو علومو بنسټ (ډبليو اس آي) د معلوماتو له مخې، د نفوس په اړه دغه ورکړل شوي معلومات مایکروسنسوس (Microzensus) دي. په دې معنی چې په دا ډول نفوس شميرنه کې د نظر وړ ټول کسان نه، بلکه له يوې کورنۍ څخه افراد په تصادفي توکه انتخابيږي.

د فقر خط

هغه کسان چې عواید يې د اوسط عوايد له ۶۰ سلنې سره برابر او يا له دې ښکته وي، د بيوزلۍ به خطر کې قرار لري. د دغې څيړنې په اړه «شپيګل آنلاين» ويب پاڼې رپوټ ورکړی وو.

په رپوټ کې د دغه ګراف د لوړيدو دليل، د هغو مهاجرو په منځ کې د فقر د لا ډير خطر شتون ښودل شوی کوم چې په ۲۰۱۵م او ۲۰۱۶م کلونو کې آلمان ته د ډير شمير مهاجرو په راتلو سره يې شمير نور هم لوړ شو.

Deutschland - Kinderarmut
هغه ماشومان چې د مهاجرت پس منظر نه لري په هغو کې بيا د فقر یا بېوزلي کچه ۴،۰ سلنه ښکته شوېانځور: picture alliance/dpa/R. Vennenbernd

په دې اساس د مهاجرو په منځ کې د فقر ګراف ۰،۹ سلنه ښودل شوي چې دې سره دغه کچه ۳۰،۰۳ سلنې ته پورته شوې دی.

هغه کسان چې په آلمان کې زيږيدلي دي خو د مهاجرت ريښه لري، په هغو کې بيا د فقر د خطر کچه ۰،۱ سلنه لوړه شوې یعنې ۲۴،۹ سلنې ته رسيدلې ده. او د هغو آلمانانو چې د مهاجرت ريښه نه لري، په هغو کې د فقر د خطر کچه يا ګراف په ۰،۳ سلنه ښکته شوی دی چې په دې ترتيب دغه ګراف ۱۱،۸ ته رسیدلی دی.

په ماشومانو کې د فقر کچه

د يادې ادارې د رپوټ پر اساس، په ماشومانو کې هم د يوه کال په دننه کې د فقر کچه لوړه شوې ده. په دوی کې دغه ګراف په ۲۰۱۶م کال کې ۲۰،۲ سلنه وو چې په ۲۰۱۷م کال کې ۲۰،۴ سلنې ته رسيدلی دی.

خو هغه ماشومان چې د مهاجرت پس منظر نه لري په هغو کې بيا د فقر یا بېوزلي کچه ۰،۴ سلنه ښکته شوې او ۱۲،۸ ته رسیدلې ده. خو برخلاف هغه ماشومان چې مهاجرتي ريښه لري او د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، شمير يې لوړ شوی دی.

راتلونکې ته مثبتې هيلې

Deutschland Sondierungen von Union und SPD - Rente
خو د ډير عمر درلودونکو کسانو کې د فقر مخ پورته تلونکی بهير دريدلی دی.انځور: picture alliance/dpa/O. Berg

خو د هانس بوکلر بنسټ څيړونکي تمه لري چې دغه وضعيت په راتلونکو کلونو کې ښه شي. دوی وايي: «تمه ده چې په راتلونکو کلونو د يادو ډلو په ماشومانو کې د فقر کچه ښکته شي، ځکه چې ډيری ماشومان چې په ۲۰۱۵م کال کې آلمان ته مهاجر شوي ول، عمرونه يې په تدريجي توګه له اتلس کلنۍ اوړي.»

د څيړنې د معلوماتو پر اساس، په ټولو يادو ډلو کې د بې وزلۍ کچه په پاخه عمرونه کې يو څه ښکته کيږي. سرچينه کاږي چې د زاړه عمر درلودونکو په افرادو کې د بې وزلۍ خطر په ټول آلمان کې ۲۰ سلنه ښکته شوی دی. دغه ګراف د ۲۰۱۵م کال په کچه اوس ۱۴،۶ سلنې ته رسيدلی دی.

د دغې څيړنې محققان دغه راز ټينګار کوي چې په آلمان کې دهغو افرادو شمير چې عمرونه يې له ۶۵ کلونو څخه لوړ او مهاجرتي ريښې لري، د ټول آلمان د ۱۱ سلنې نفوس په اندازه دی. خو د همدې عمر کسان چې هغوي مهاجرتي ريښې نه لري د آلمان د ټول نفوس د ۲۴ سلنې په اندازه دی.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: