1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هالیوود ستورې د مهاجرو په کمپ کې یوه اوونۍ تيره کړې

۱۳۹۸ فروردین ۵, دوشنبه

د هالیوود امریکایي ستورې کتي هولمز، له خپلې ۱۲ کلنې لور سوري، سره یوه اوونۍ د یونان په لیسبوس ټاپو کې د مهاجرو په موریا کمپ کې تیره کړې ده. همدا اوس د یونان په ټاپوګانو کې په زرونو پناه غوښتونکي اوسیږي.

https://p.dw.com/p/3FdpG
Schauspielerin Katie Holmes
انځور: Getty Images/J. Lamparski

هولمز د شنبې په ورځ پر خپل انستاګرام پاڼې باندې ولیکل: «زه له دې کبله مندویه یم چې له دې اغیزناکو ښځو سره د آشنايي او ګد کار تجربه ولرم.»

هغې وویل چې دغه ښځې چې په بیلابیلو پروژې کې یې ورسره همکاري کړې، پرې ډیرې ګرانې دي. هولمز ليکلي: «د هغوی د مقاومت ځواک بنسټیز او الهام بخښوونکی دی.»

دغې امریکایي هنرمندې پر خپله انستاګرام پاڼې باندې د سورې انځورونه هم خپاره کړي دي. ۱۲ کلنه لور يې د هغې او د تام ګروز د واده ثمره ده.

رسنیو ویلي دي چې د دې امکان شته چې په یونان کې د مهاجرو د وضعیت په اړه یو مستند فلم جوړ شي. په یوه خپور شوي انځور کې ښوول شوي چې د نقاشي په یوې پروژې کې د هغې د ګډون پر مهال کمرې د هغې فلم ثبتوي.

دا په داسې حال کې ده چې ډیر شمیر سیاستوال د مهاجرو له ګڼه ګوڼې ډکو کمپونو ته د ننوتو او هلته د فلم ثبتولو اجازه نه لري. همدا اوس د یونان په ختیځ کې پرتو ټاپوزمو کې شاوخوا ۱۵ زره پناه غوښتونکي اوسیږي خو په اصل کې دغه کمپونه یوازې ۳۱۰۰ پناه غوښتونکو له پاره جوړ شوي دي.

د دې کمپونو ۲۰ سلنه اوسیدونکي ښځي دي او۳۰ سلنه نور یې داسې ماشومان دي چې ډیر شمیر یې تر ۱۲ کلنۍ کښته دي. له ځینو سره یې آن داسې مشران هم نه شته چې ساتنه یې وکړي.

ms/nz (dpa)