د نیویارک تر برید وروسته امریکا د سفر کنترول سختوي
۱۳۹۶ آبان ۱۰, چهارشنبهد امریکایي چارواکو په وینا د سه شنبې په ماسپښین په نیویارک کې یوه کس خپل موټر د بایسکلونو پر لاره ځغلولی دی چې په پایله کې یي اته تنه وژل شوي او یوولس نور سخت ټپیان شوي دي. تر هغې وروسته دغه موټر د ښوونځي له یوه سرویس سره جنګیدلی دی.
د رپوټونو له مخې پیښه په کوزني منهټن، کې د سیمي په وخت د ماسپښين له درو بجو وروسته رامنځ ته شوې ده. موټر چلونکی چې یو ۲۹ کلن کس دی د پولیسو له لوري تر ویشتل کیدو وروسته نیول شوی دی. پولیسو هغه مهال پر هغه ډزې وکړي چې له کرایه شوي موټر څخه د «پينټ بال» او د یوه ساچمه یي ټوپک سره راښکته شو. اټکل کیږي چې هغه به د ورپيښو ټپونو له کبله ژوندی پاتې شي.
په ټپیانو کې دوه لویان او دوه ماشومان هم شامل دي چې د ښوونځي د سرویس موټر د ټکر پر مهال په سرویس کې ول. د ارجنتاین د سفارت په وینا په وژل شوو کسانو کې پنځه تنه له ارجنتاین څخه دي.
امریکایي رسنیو د موټر چلونکی نوم سیف الله سیپوف، ښوولی دی چې په وینا یې ازبک تبع دی او په ۲۰۱۰م کال کې متحده ایالاتو ته راغلی دی.
په عین وخت کې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ دغه پیښه غندلې ده او دغه هیواد ته د نوو راتلونکو کډوالو د امنیتي کنترول د لا سختيدو امر یې کړی دی. هغه دې ته اشاره کړې ده چې دغه پيښه یو ترهګریز عمل وو چې د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» سره تړاو لري.
ترمپ د خپل تویتر په پیغام کې لیکلي دي چې په منځني ختیځ کې تر ماتې خوړو وروسته «موږ باید داعش ته د بیرته راګرځیدو او زموږ هیواد ته د داخلیدو» اجازه ور نه کړو.
هغه په خپل پیغام کې وړاندې ویلي دي چې د کورني امنیت وزارت ته یې امر کړی دی چې د څارنې پخواني پروګرام لا پسې سخت کړي.
د ترمپ له لوري یوه بیانیه هم خپره شوې ده چې په کې له لومړنیو غبرګون ښوونکو څخه مننه شوې ده چې شکمن کس یې درولی دی او په پيښه کې د ټپي شوو کسانو درملنه یې کړې ده.
د نیویارک ښاروال بیل دي بلاسیو دغه پيښه «یو ترهګریز عمل، په ځانګړې توګه د بې ګناه ملکي کسانو پر وړاندې یوه بزدلانه عمل ګڼلی دی.»
د اسوشیتد پرس خبري آژانس د یوه پولیس له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی لیکلي دي چې دغه شکمن کس له موټر څخه د راښکته کیدو پر مهال د «الله اکبر» غږ کاوه.
د پولیسو کمیشنر جیمز او نیل، خبریالانو ته ویلي دي چې د برید میتود او د شکمن کس څرګندونو ته په کتو سره چارواکي په دې آند دي چې دا یو ترهګریر عمل وو.