د نړۍ ۲۰ تر ټولو زيات اختلاسګر هيوادونه
۱۳۹۵ بهمن ۸, جمعهاعلان
ترانسپېرنسي انټرنېشنل يا د شفافيت نړيوال سازمان د ۲۰۱۶ کال له پاره د اختلاس په تړاو خپل راپور د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په مياشت کي خپور کړ. په دې ترڅ کي د ۱۷۶ هيوادونو ليسټ خپور سوی چي پکښي تر ټولو کم اختلاس لرونکی او په دې توګه په لومړي مقام د دنمارک هيواد بلل سوی دی. ورپسې تر ټولو کم اختلاس لرونکی هيوادونه نيوزيلند، فنلند، سوېډن، سويس، ناروې، سينګاپور، هالند، کانادا او جرمني بلل سوي.
په دغه انځوريز راپور کي شل هغه هيوادونه او په اختلاس کي د هغوی مقام پېژندلای سئ چي د شفافيت د سازمان په ليسټ کي تر ټولو کښته شل مقامونه لري.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (15.01.2017):
د نړۍ تر ټولو بډای هيوادونه کوم دي؟