د نړۍ کوم دين څومره پيرويان لري؟
په نړۍ کي د تقريبا ۷ ميلياردو انسانانو له هرو۱۰ څخه ۸ يې خامخا پر يوه يا بل دين عقيده لري. د اېدهېرنتس ټکی کام او پيو ريسرچ په حواله په نړۍ کي د اديانو د پيرويانو شمېر په دغه انځوريز راپور کي لوستلای سئ:
۱۱ مقام ـ شينتو
په نړۍ کي تقريبا ۴ ميليونه انسانان د شينتو دين پېرويان دي. هغوی د نړۍ د ټول نفوس تقريبا ۰.۰۶ سلنه برخه ده.
۱۰ مقام ـ جاينيه
د جين (بريالي) يا جاينيه دين تقريبا ۴،۲ ميليونه پېرويان لري چي اکثريت يې په هند کي ژوند کوي. هغوی د ټولې نړۍ د نفوس تقريبا ۰.۰۶ سلنه دي.
۹ مقام ـ يهودان
په نړۍ کي تقريبا ۱۴ميليونه يهودان ژوند کوي. هغوی د نړۍ د نفوس تقريبا ۰،۲ سلنه دي.
۸ مقام ـ سيکهان
د سيکهـ دين د پېرويانو شمېر تقريبا ۲۳ ميليونو ته رسيږي. هغوی د ټولې نړۍ د نفوس تقريبا ۰.۳۲ سلنه دي.
۷ مقام ـ د افريقا دوديز اديان
د افريقا دوديز اديان چي د پېرويانو شمېر يې تقريپا۱۰۰ ميليونو ته رسيږي، بېل طرزونه لري. د دغو اديانو پېرويان د ټولي نړۍ د نفوس تقريبا ۱،۴ سلنه دي.
۶ مقام ـ بوديزم
په نړۍ کي تقريبا ۳۷۶ ميليونه د بودايي دين پېرويان ژوند کوي. هغوی د نړۍ د ټول نفوس تقريبا ۵،۲۵ سلنه دي.
۵ مقام ـ د چين دوديز دين
د چين د دوديز دين د پېرویانو شمېر تقريبا ۳۹۴ ميليونه دی. په دې توګه هغوی د نړۍ د ټول نفوس تقريبا ۵،۵ سلنه برخه دي.
۴ مقام ـ هندوان
په نړۍ کي تقريبا يو ميليارد هندوان ژوند کوي. هغوی د نړۍ د ټول نفوس ۱۳،۹۵ سلنه دي.
۳ مقام ـ دين نه لرونکي
په نړۍ کي د هغو انسانانو شمېر چي هيڅ عقيده نه لري، تقريبا ۱،۱ ميلياردو ته رسيږي. هغوی د ټولي نړۍ د نفوس تقريبا ۱۵،۳۵سلنه دي.
۲ مقام ـ مسلمانان
مسلمانان په نړۍ کي د اديانو د پېرويانو دويمه لويه ډله تشکيلوي. د مسلمانانو شمېر تقريبا ۱،۶ ميليارده او د نړۍ د ټول نفوس تقريبا ۲۲،۳ سلنه دی.
۱ مقام ـ مسيحيان
په نړۍ کي د نورو اديانو د پېرويانو په پرتله د مسيحيت پېرويان زيات دي. عيسويان چي شمېر يې تقريبا ۲،۲ ميليارده ده، د نړۍ د ټول نفوس تقريبا ۳۱،۵ سلنه دي.