د نړۍ په کومو هيوادونو کې لوږه زياته ده؟
د آلماني مرستندويه سازمان «وېلت هُنګر هيلفه» هر کال په نړۍ کي د لوږي په تړاو د هيوادونو يو ليست خپروي. له لوږي سره مخامخ دغو هيوادونو په سږني راپور کي افغانستان په کوم مقام دی؟ انځوريز راپور يې دلته وګورئ:
۸۷ مقام ـ ايران
ايران د هند، پاکستان او افغانستان هغه ګاونډی هيوا دی، چي د لوږي ستونزه پکښي تر زياتي اندازې حل سوې ده. دغه هيواد د لوږي په ترڅ کي له خپل ګاونډي هيواد افغانستان څخه ۷۷ مقامه بهتر دی. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۸،۲).
۲۴ مقام ـ پاکستان
زيات نفوس لرونکی هيواد پاکستان تر هند وروسته د آسيا دويم لوی هيواد دی چي پکښي د وږو انسانانو شمېر تر نورو زيات دی. دغه هيواد په ليست کي تر هند ۸ مقامه او تر افغانستان ۱۴ مقامه بهتر دی. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۲۸،۵).
۱۶ مقام ـ هند
هند د آسيا له تر ټولو لوی هغه هيواد دی چي پکښي د لوږي جدي ستونزه موجوده ده. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۳۰،۳).
۱۰ مقام ـ افغانستان
په نړۍ کي د تر ټولو زيات لوږي سره مخامخ هيوادونو په لړ کي افغانستان پر لسم مقام دی. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۳۳،۸).
۹ مقام ـ زيمبابوې
زېمبابوې يو له هغو افريقايي هيوادونو څخه دی چي پکښي لوږه د زياتو انسانانو د ورځني ژوند يوه لويه ستونزه ده. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۳۴،۴).
۸ مقام ـ ختيځ تيمور
ختيځ تيمور د آسيا په سويل ختيځ کي واقع هيواد دی چي پکښي د اوسېدونکو شمېر نژدې يو ميليون او ۱۶۰ زره ته رسيږي. په دغه هيواد کي هم زيات انسانان له لوږي سره مخامخ دي. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۳۴،۵).
۷ مقام ـ هايتي
په هايتي کي د تيرکال په پرتله د لوږي ستونزه بهتره سوې، خو په دغه هيواد بيا هم ډېر انسانان وږي دي. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۳۴،۷).
۶ مقام ـ لايبريا
که څه چي په دغه هيواد کي په تيرو څلورو کلونو کي په دوامداره توګه له لوږي سره مخامخ انسانانو شمېر ټيټ سوی دی، خو لابيريا بيا هم د افريقا له هغو هيوادونو څخه يو دی، چي پکښي د لوږي سخته ستونزه موجوده ده. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۳۴،۹).
۵ مقام ـ زامبيا
زامبيا يو له هغو هيوادونو څخه دی چي ډېر انسانان پکښې وږي دي. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۳۸،۱).
۴ مقام ـ مداګاسکار
په مداګاسکار کي د تېر کال په پرتله د لوږي ستونزه زياته سوې ده. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۴۱،۵).
۳ مقام ـ چاد
د مرکزي افريقا جمهوريت په ګاونديو هيوادونو کې، چاد په دريم مقام کي هغه هيواد دی چي ډير انسانان يې وږي دي. د ۲۰۱۹ کال له پاره ورکول سوي نمرې (۴۴،۲).
۲ مقام ـ يمن
يمن چي پکښي له څو کالونو راهيسي کورنۍ جګړه روانه ده، يو کال مخکي په تر ټولو زيات لوږه لرونکو هيوادونو کي پر شپږم مقام ؤ. خو په سږني راپور کي د دغه هيواد وضعيت لا خراب سوی او دويم مقام ته جګ سوی دی. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۴۵،۹).
۱ مقام ـ د مرکزي افريقا جمهوريت
د لوږي د نړيوال ليست له مخي په نړۍ کي تر بل هر هيواد د مرکزي افريقا په جمهوريت کي لوږه زياته ده. په دغه هيواد کي لوږه په لوړه اندازه مخ پر زياتېدو هم ده. د ۲۰۱۹ کال له پاره ورکول سوي نمرې (۵۳،۶).
د دغه ليست له مخي د ۱۱۷ هيوادونو څخه هر يو هيواد ته له صفر څخه تر۱۰۰ پوري شمېرې ورکول سوي. که کوم هيواد صفر شمېرې ولري، نو معنی يې دا ده چي پکښي د وږو انسانانو شمېر صفر دی. خو هر څومره چي زياتي شمېري يا نمرې اخلي، هومره پکښي د وږو انسانانو شمېر زيات دی. په بله اصطلاح چي کوم هيواد ته هرڅومره زياتي شمېرې په دغه ليست کي ورکول سوي وي، هومره پکښي د د لوږي ستونزه زياته ده. [منبع: د وېلټ هنګر هيلفه پر وېبپاڼه خپور سوی د ۲۰۱۹م کال له پاره راپور]