1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې مسلمانان اختر لمانځي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۲, دوشنبه

نن دوشنبه د می دوهمه د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې مسلمانانو کمکی اختر ولمانځه. په افغانستان کې واکمنو طالبانو بيا تر دې ېوه ورځ مخکې د يکشنبې په ورځ د اختر لومړی ورځ اعلان کړه او په ټول هېواد کې اختر ولمانځل شو.

https://p.dw.com/p/4AhsG
Türkei  Eid al-Fitr
ترکیه کې د اختر لمونځانځور: Emrah Gurel/AP/picture alliance

سږکال هم مسلمانان د معمول په څير د نړۍ په سطحه کمکی اختر د نوو جامو په اغوستلو، په مسجدونو کې د اختر لمونځ په ادا کولو او له یو بل سره د غاړه غړۍ کیدو او خوږو خوراکونو په خوړلو سره پیل کړ. مسلمانان په کال کې دوه ځله اخترونه لري چې لومړی اختر ېې د رمضان میاشتې په پای ته رسیدلو لمانځي. دغه اختر نن دوشنبه د می دوهمه ولمانځل شو په داسې حال کې چې افغانستان کې د نورو کلونو بر خلاف واکمنو طالبانو اختر یوه ورځ مخکې اعلان کړی وو.

اختر او د نرخونو لوړوالی

د سږنۍ اختر يو توپیر دا دی چې مسلمانان دغه ورځ د اوکراین جګړې له کبله په نړۍ کې په ځانګړې توګه د خوراکي موادو بیو له لوړيدو سره لمانځي. خو له دې سره سره ډیری خلک اوس هم اختر په خوشالیو او حتی د کرونايي محدودیتونو د اسانه کولو او حتی بيخي لرې کولو په فضا کې لمانځي. خو له بلې خوا په جنګ ځپلو هیوادونو لکه افغانستان، سوریه او عراق کې بیا جګړو او بد اقتصادي وضعیت پر خلکو د اختر خوښې کمې کړي دي.

اندونیزیا

د دوشنبې په سهار د اندونیزیا هیواد په تر ټولو لوی مسجد کې په لسونو زره لمونځ کونکي راټول شوي ول. په پلازمينه جکارتا کې د استقلال ګرند په نوم دغه مسجد د اختر په لومړۍ ورځ په داسې حال کې د مسلمانانو د ګڼ حضور شاهد وو چې په ۲۰۲۰م کال کې د کرونا وبا د خپریدو له کبله تړل شوی وو او تيرکال هم د ګډو لمونځونو په موخه تړلی پاتې وو.

د جکارتا په نورو مسجدونو کې هم خلکو د اختر لمانځه ادا کولو له پاره راټول شوي ول. ايپي تانجونګ یو له دغو لمونځ کونکو څخه دی چې له خپلې میرمن سره د جکارتا یوه مسجد ته راغلی وو. هغه تر لمانځه وروسته وويل چې کرونايي محدودیتونو دوه کاله خلکو څخه د داسې ګډ لمونځ کولو فرصت اخیستی وو. تانجونګ ډیر خوښ دی او وايي: «دا چې زه نن څومره خوښ یم په الفاظو کې ېې نه شم بیانولی... نن موږ وشو کړای چې يو ځل بیا لمونځ په ګډه ترسره کړو.»

کرونا او بیا د اوکراین جګړه

د اوکراین جګړه او په روسیه باندې لګول شوي تحریمونه د دې سبب شوي چې د غلو دانو بیې د ټولې نړۍ په سطحه لوړې شي دا په داسې حال کې چې د انفلاسیون ستونزه لا وار د مخه موجوده وه. يو شمیر مسلمان هیوادونه خپل د اړتيا وړ غنم د اوکراین او روسېې څخه واردوی چې په دې حساب ډير سخت دغو دوو هیوادونو سره وابستګي لري.

د روسېې تر يرغل دمخه له ۲۰۲۰م کال راهیسې د نړۍ په سطحه د اکمالاتو بهیر د کرونا وبا او د کښتیو د ځنډ له کبله هم له خنډ سره مخ شوی وو. کرونا وبا او په وروستيو کې د اوکراين جګړه سبب شوې چې په يو شمير هیوادونو کې په ځانګړې توګه د خوراکي موادو بېې لوړې شي.

 Indien I Eid preperation in delhi
د نوی ډيلی جامع مسجدانځور: Syamantak Ghosh/DW

سوریه

په هغو هیوادونو کې چې له لويو بحرانو سره مخ دي هلته بيا ستونزې لا ډيرې دي. د بیلګې په توګه په جګړه ځپلې هیواد سوریه کې سږنۍ روژه تر تیر کال ډير سخته وه.

د عابد یاسین په نوم يو سوريايي وايي چې هغه، میرمن او درې ماشومان ېې د تیرکال په پرتله له مرستندوی سازمانونو څخه نیمايي برخه خوراکي مواد ترلاسه کوي چې په هغو کې د چرګانو غوښه، دال، وريجې او غوړي شامل دي.

په آلمان کې د خوراک نړيوال سازمان مشر هم تازه ويلي دي چې د اوکراین جګړې د غلې دانې د انتقالاتو بهیر سخت زیانمن کړی او دا نه یوازې دا چې د خوراکي موادو بېې ورسره لوړې شوي، د مرستو بهیر هم ورسره ټکنی شوي. هغه وايي چې غله د مرستندویه موادو مهمه برخه ده.

افغانستان

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته دا لومړنی اختر دی. افغانان دغه اختر تر یو حده د امنيتي ستونزو او بیا د سختو اقتصادي شرایطو په موجودیت کې لمانځي. په کابل کې خلک د جمعې لمانځه او بیا د يکشنبې په ورځ د اختر لمانځه پر مهال مسجدونو کې ډیر محتاط ول.

د کابل په تر ټولو لوی مسجد کې د لمونځ کونکو د امنیت له پاره شدید امنیتي تدابیر نیول شوي ول. په وروستیو اوونیو کې د کابل په ګډون د يو شمیر ولایتونو په مسجدونو کې خونړیو چاودونه چې په لسونو کسان په کې ووژل شول، په خلکو کې ویره خپره کړې ده. د دغو اکثرو بریدونو مسئولیت د داعش ډلې منلی چې په هغو کې شیعه هزارګان په نښه شوي دي.

خو د شيعه ټولنې یو مشر، ډاکټر بکر سعید د اختر تر لمانځه مخکې وويل: «موږ به پر مخ ځو.» هغه وویل: «موږ غواړو خپل مقاومت څرګند کړو، دا چې هغوی نه شي کولی موږ له مخې لرې کړي.»

Afghanistan Eid al-Fitr
کابل کې د تیرکال کوچني اختر انځور د عبدالرحمن جامع مسجد - د آرشیف انځورانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

عراق

د عراق په پلازمينه کې د نورو کلونو په پرتله سږکال د کالیو د خرڅلاو په مارکيټونو ظاهراً لږ مشتریان ترسترګو کیږي. سربيره پر دې چې امنيتي ځواکونو د اختر له پاره لوړ امنيتی تدابیر نيولي خو امنيتي مسئلې بیا هم د اختر د لمانځلو په څرنګوالي کې خپل منفي اغیز لرلی دی.

هندوستان

په هند کې بيا له اختر څخه د مخه آن د روژې په میاشت کې د سخت دریځو هندوانو او مسلمانانو تر منځ د تاوتريخوالو پيښو زور اخیستی وو. په دې منځ کې حتی پر يو بل د ډبرو وارولو پيښې هم ذکر شوي دي. په هند کې مسلمان وعظ کونکو مسلمانانو ته سپارښتنه کړې چې د اختر په ورځو کې باید له احتياط څخه کار واخلي.

د بشري حقونو فعال اویس سلطان خان وويل چې هندي «مسلمانان د سختو حالاتو سره د مبارزې له پاره ځانونه چمتو کوي.» هغه وويل: «په هند کې د مسلمانانو له پاره هيڅ شی د معمول په څير نه دی، د اختر په ګډون.» خو له دې هر څه سره سره د هندوستان په ډيرو برخو کې مسلمانانو د اختر لومړۍ ورځې مراسم په خوښيو سره لمانځلي دي.

(AP)mks/bs