د نړۍ مهم خبرونه
په ارزګان کې د امنیتي ځواکونو لسګونه جسدونه موندل شوي
د افغان چارواکو د ویناوو له مخې د تیرې جمعې په ورځ په ارزگان کې پر یوې امینتی پوستې د طالبانو له بریدونو څخه وروسته اوس د یو گڼ شمیر سرتیرو جسدونه موندل شوي دي. دغه حمله د ارزگان ولایت د چنارتو په ولسوالۍ کې شوې وه. د یادې ولسوالۍ ولسوال فیض محمد د فرانس پرس خبري آزانس ته وویل چې د «۴۰ سرتیرو مړي موندل شوي او له سیمې څخه ولیږدل شول.» د هغه د وینا له مخې یو شمیر نور امنیتي ځواکونه لادرکه دي.
د ارجنتاین پارلمان د جنین د سقط کولو پر ضد رایه ورکړې
د ارجنتاین د سنا جرګې د ۳۸ مثبتو رایو او ۳۱ مخالفو رایو په کارولو سره د جنین د سقط هغه قانون رد کړ چې تر دې ترمخه د دې هیواد د پارلمان له لوري تصویب شوی وو. په ارجنتاین کې د جنین سقط کول یوازې د جنسي تیري او یا د مور او ماشوم د مرګ د ګواښ په صورت کې قانوني بڼه لري. د دې هیواد د روغتیا وزارت د اټکلونو له مخې، په کلني ډول شاوخوا ۳۵۰ زره د جنین د سقط کولو پیښې په دې هیواد کې ترسره کیږي.
د یمن په هوايي برید کې ګڼ شمیر ماشومان وژل شوي
په یمن کې د ښونځي پر یو بس د یوې هوایې حملې سره لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي دي. د یمن د حوثي یاغیانو یوه ویاند وویل چې ډيری وژل شوي او څه د پاسه ۴۰ تنه ټپیان ماشومان دي. د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم د دغه برید پخلې کړی دی. حوثي یاغیان د دغې هوايي حملې مسوولیت د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې پر پوځي ائتلاف اچوي.
متحده ایالاتو پر روسیې د تازه بندیزونو د وضع کولو اعلان کړی
امریکا متحده ایالاتو د روسیې پر ضد د نویو بندیزونو اعلان وکړ. د رپوټونو په حواله امریکا متحده ایالاتو دغه بندیزونه د روان کال په مارچ میاشت کې د بریتانیې په یوه ښار کې پر روسي جاسوس سرګي سکریپال او د هغې پر لور باندې د زهرجن ګاز د برید په ځواب کې وضع کړي دي. د امریکا متحده ایالات او بریتانیا د دې برید مسوولیت کریملین ته راجع کوي او غواړي چې پر روسیه باندې لا ډیر بندیزونه وضع کړي.
په زمبابوې کې د اپوزیسیون مشر د پولیسو له لوري نیول شوی دی
د زیمبابوې د اپوزیسیون مشر تیندای بیتي، د هغه د مدافع وکیل د وینا له مخې د پولیسو له خوا نیول شوی دی. له دې مخکې د زیمبابوې د گاونډي هیواد زمبیا، چارواکو له دې څخه ډډه وکړه چې د ماليې دغه پخواني وزیر ته سیاسي پناه ورکړي. بیتي او د اپوزیسیون اتو نورو استازو باندې د زیمابوې د چارواکو له خوا تور لگول شوی دی چې له ټاکنو څخه وروسته یې له زور زیاتو سره جوخت د مقاومت بندوبست کړی.