د نړۍ مهم خبرونه
په میمنه کې چاودنې اووه ملکیان ټپیان کړي دي
د افغان چارواکو په وینا په فاریاب ولایت کې یوې چاودنې اووه ملکیان ټپیان کړي دي. اسوشیتد پرس خبري آژانس د دغه ولایت د پولیسو د ویاند عبدالکریم یورش، له قوله لیکلي دي چې یو کوچنی ماشوم هم ټپي شوی دی. د هغه په خبره چاودنه د دغه ولایت په مرکز میمنه کې د موبایلونو په یوه دوکان کې رامنځ ته شوې ده. لا تر اوسه د برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستي.
په کویټه کې د چاودنې د قربانیانو شمیر لوړ شوی دی
په پاکستان کې د پارلماني ټاکنو د ترسره کیدو پر مهال یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۲۸ تنه وژلي دي. د پولیسو په وینا ځانمرګي برید کوونکي په کویټه کې د رای اچونې د یوه مرکز تر څنګ خپلو چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړی دی. په ټول هیواد کې تر ۸۰۰ زرو زیات امنیتي ځواکونه د ټاکنو امنیت ساتلی. په لسګونو میلونو رای ورکونکو باندې غږ شوی وو چي د نوي پارلمان او حکومت د ټاکلو له پاره خپلې رای وکاروي.
ترمپ او یونکر د سوداګرې د کړکیچ په هکله غږیږي
په پام کې ده چې د اروپایي اتحادیې د کمیسیون مشر ژان کلاوده یونکر د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امريکا متحدو ايالانو له ولسمشر دونالد ترمپ سره وویني. د دغه ملاقات هدف د اروپایي اتحادیي او متحده ایالاتو تر منځ د سوداګریزو اړیکو ترینګلي کیدل یاد شوي دي. ویل شوي دي چې یونکر او د اروپایي اتحادیي د سوداګرۍ کمیسیاره مالمستروم، سپېنې ماڼۍ ته د کړکیچ د راکمولو له پاره کومه خاصه طرحه له ځانه سره نه لري.
په یونان کې د اور لګیدنې په پيښه کې د وژل شوو کسانو شمیر لوړی شوی
په یونان کې د اور لګیدنې په پيښه کې د وژل شوو کسانو شمیر ۷۹ تنو ته لوړ شوی دی. د دغه هیواد اطفایي خبر ورکړی دی چې د نورو احتمالي قربانیانو لټون ادامه لري. ویل شوي دي د سیلاني توب له پاره په مشهورو سیمو ماتي او کوکینو لیماناکي کې د نورو قربانیانو د موندل کیدو احتمال شته. د حکومت په وینا پلازمینې آتن ته څیرمه په ځنګلونو کې د اور لګیدنې په پيښه کې۱۹۰ کسان نور ټپیان شوي هم دي.
«اوزیل له اردوغان سره تلیفوني خبرې کړي دي»
د فوټبال ستوري مسعود اوزیل، ورسته له هغې چې د آلمان فوټبال ملي لوبډله یې پریښوده د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره تلیفوني خبرې کړي. دغه خبره اردوغان په پارلمان کې خبریالانو ته کړې ده. د اوزیل له لوري په آلماني لوبډله کې د نه لوبیدو پریکړې د آلمان د فوټبال په اتحاديه کې د توپیري چلن او په آلماني ټولنه کې د ادغام د موضوع په هکله بحثونه راپارولي دي.
په سوریه کې چاودنو لږ تر لږه ۵۰ تنه وژلي دي
د سوریې په سویل کې د ترهګرې ډلې داعش له لوري د یو شمیر چاودنو په ترڅ کې د فعالانو په وینا لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي دي. لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چې یوازې په السویدا کې درې ځانمرګي بریدونه شوي دي. د فعالانو په وینا د چاودنو په ترڅ کې ۴۵ نور کسان ټپیان شوي هم دي. د سوریې دولتي خبري آژانس سنا ترهګره ډله داعش د بریدونو مسئوله ګڼلې ده.