د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
می غواړي چې د برېکزيټ په هکله «زړور وړانديز» وکړي
د بريتانيا صدراعظمه تريزا می غواړي چې په «يو زړور وړانديز» سره پارلمان دې ته قانع کړي چې له اروپايي اتحاديې څخه د بریتانیې د وتلو تړون ته مثبته رايه ورکړي. می د «سنډای ټايمز» ورځپاڼه کې ليکلي دي چې د جون مياشتې په پيل کې به پارلمان ته «د تدابيرو بهتره شوې يوه بسته» وړاندې کړي. داسې انتظار کيږي چې می به د کارکوونکو د حقونو د خوندي کولو هغه تدابير ومني چې د کارګرانو «لايبر» ګوند يې غوښتنه کوي.
د سعودي پاچا د می مياشتې پای کې د کړکېچ د حل کنفرانس غواړي
د خليج په سيمه کې د وروستيو ستونزو له کبله سعودي عربستان د سيمې هېوادونه يوې بېړنۍ غونډې ته وربللي دي. د «اس پي اې» په نوم دولتي خبري اژانس خبر ورکوي چې پاچا سلمان د خليج د همکارۍ شورا او د عربي ټولنې مشران د می په ۳۰ مکې معظمې ته خبرو ته وربللي دي. هلته به دوی په سيمه کې د ترينګلتيا د پايلو په هکله سره خبرې وکړي.
م م: کډوال دې د ليبيا توقيف ځايونو ته نه لېږل کيږي
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د ادارې په خبره دې د مديترانې له سمندرګي څخه ژغورل شوي کډوال «په هيڅ صورت» جګړې ځپلې ليبيا ته بېرته نه استول کيږي. په آلمان کې د دغې ادارې مشر، دومينيک بارچ، د «ويلت آم زونتاګ» ورځپاڼې ته وويل چې د ليبيا په توقيف ځايونو کې وضعيت ډېر خراب دی. هغه د اروپايي هېوادونو پر حکومتونو باندې غږ وکړ چې په مديترانې سمندرګي کې شخصي ژغورونکي کسان بايد نور مجرمين ونه ګڼل شي.
سويسيان د وسلو د قانون پر سختولو رايې اچوي
د اروپايي اتحاديې د فشارونو له کبله بايد سويسيان نن د وسلو د قانون د سختولو پر سر رايې ورکړي. سويس د اروپايي اتحاديې غړی هېواد نه دی، خو د تړونونو له لارې له دغې اتحاديې سره ډېر تړاو لري. اروپايي اتحاديې په ۲۰۱۵ کال کې د فرانسې تر تروريستي بريدونو وروسته د وسلو قانون سخت کړی وو، چې نيمه اتوماتيکې وسلې منع شوې. په دې کې تهاجمي ټوپکونه هم راځي چې ډېر سويسيان يې له ځان سره لري.
هالنډ د يورو ويژن سيالي وګټله
هالنډ د يورو ويژن په نوم د سندرو سيالي ګټلې ده. سندرغاړی دنکان لاورنس په تل ابيب کې د «ارکاد» په نوم سندرې په ويلو سره له ۲۵ نورو سيالانو څخه مخکې شوی دی. هغه د شرط بندۍ په دفترونو کې د مخکښ کانديد په توګه هم بلل شوی وو.