د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
ترمپ د اوپیک غړي هیوادونه د نفتو لا زیات استخراج ته رابللي
په امریکا کې د نفتو د بیو د لوړیدو په پام کې نیولو سره د دغه هیواد ولسمشر دونالد ترمپ له سعودي عربستان او اوپيک سازمان له نورو غړو هیوادونو غوښتي دي چې لا زیات نفت استخراج کړي. ترمپ په تویتر کې لیکلي دي چې هغه له سعودي عربستان او نورو هیوادونو سره په دې اړه خبرې کړي دي او ټول په دې برخه کې د نظر یووالی لري.
په سريلانکا کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ ۱۵ تنه وژل شوي
د سريلانکا په ختیځ کې په یو کور کې چې د پولیسو له خوا محاصره شوی وو تر څو چاودنو وروسته، د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۵ مړو جسدونه موندل شوي دي. د پولیسو یوه ویاند ویلي دي، ټاکل شوې وه چې ځانګړي ځواکونه د ترور ضد عملیاتو په ترڅ کې د دغه هیواد په ساحلي ښار سینتهاماروتو کې پر یوې ودانۍ عملیات ترسره کړي. مخکې تر دې چې چاودنه رامنځته شي د ودانۍ له دننه څخه پر دوی ډزې شوې وې.
کاناډا د هیواد په ځينو برخو کې بیړنی حالت اعلان کړی دی
د کاناډا په شمال ختیځ کې تر سختو سیلابونو وروسته، اړونده ادارو د نورو ترڅنګ د مونترآل په لوی ښار کې هم بیړنی حالت اعلان کړی دی. د نوموړي ښار ښاوالې والیري پلانته، د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې اوبه په پرله پسې ډول زیاتیږي او هغه له دې کبله اندیښمنه ده. د رپوټونو په حواله یوازې په مونترآل کې تر ۳۰۰۰ ډير کورونه اوبو لاندې کړي دي او تر ۱۰۰۰ ډیر انسانان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.
الټمایر د چين او امریکا ترمنځ د تجارتي جګړې منځګړتوب کوي
د چين او امریکا ترمځ تجارتي جګړه د آلمان او اورپا اقتصاد هم زیامنوي. د آلمان د اقتصاد وزیر پيټر الټمایر په پکينګ کې د وریښمو د نوي لارې په اړه د جوړې شوې سرمشریزې په څنډه کې د ښکیلو اړخونو د دریځونو په هکله هم غور کوي. د نړۍ د دغو دوو سترو قدرتونو ترمنځ اقتصادي جګړه، نړیوال اقتصاد ته هم زیان رسوي. د چين او امریکا ترمنځ اقتصادي ډیالوګ به د سه شنبې په ورځ د چين په پلازمينه کې دوام پيدا کړي.
پوتین غواړي د اوکراېن په ختیځ کې له زلنسکي سره خبرې وکړي
د روسیي ولسمشر ولاديمیر پوتين د اوکراین له راتلونکي ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره د خبرو اترو په صورت کې غواړي په لومړي سر کې د اوکراین د ختیځ کړکیچ د وضعیت په هکله خبرې وکړي. پوتین یو وار بیا ټینګار وکړ چې هغه له کمیډین زلنسکي سره چې اوس یي سياست ته مخه کړې ده، لیدنه نه ردوي. زلنسکي د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ژمنه کړې وه چې له مسکو سره به د سولې بهیر له سره پيل کړي.
په آلمان کې د مهاجرو مخالفين د ریکارد کچې ته رسیدلي
آلمان ته د راتلونکو پناه غوښتونکو شمیر د کمیدو سربیره، په دغه هیواد کې له مهاجرو سره مخالفت ډیر شوی دی.د نویو شمیرو له مخې ۵۴،۱ سلنه آلمانان په آلمان کې د موجودو سیاسي پناه غوښتونکو په اړه منفي نظر لري. د پخواني ختیځ آلمان په سیمو کې د لویدیځې برخې په پرتله له مهاجرو سره د مخالفت کچه لوړه ده. په ختیځو سیمو کې ۶۳ سلنه، په داسې حال کې چې په لویدیځو سیمو کې ۵۱ سلنه آلمانان د مهاجرو مخالف نظر لري.