د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د اتيوپيا اير الوتکې ټول مسافرين مړه شوي دي
د اتيوپيا اير په نوم هوايي شرکت د تويتر د لارې د خپلې لويدلې الوتکې د ټولو سپرليو مرګ تائيد کړی دی. د شرکت په حواله ۱۴۹ تنو مسافرو او ۸ تنو عملې په دغه پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه بوينګ ۷۳۷ ډوله طياره د اتيوپيا د پلازمېنې اديس ابابا څخه د کېنيا پلازمېنې نايروبي ته په لاره وه چې د يکشنبې په ورځ ولوېدله. د چين د دولتي تلويزيون په حواله په دغه الوتکه کې ۸ تنه چينايان هم سپاره ول.
د ونزيویلا د اپوزیسیون مشر پر مادورو فشار زیاتوي
د ونزيویلا د اپوزیسیون مشر خوان ګوايدوچې ځان د دغه هیواد ولسمشر بولي، پر خپلو پلویانو غږ کړی دی چې د پلازمېنې کاراکاس پر لور دي په یوه لوی مارش کې ګډون وکړي. نوموړي په کاراکاس کې خپلو پلویانو ته وویل چې غواړي په راتلونکو ورځو کې د ونزويلا په مسیر کې سفر وکړي او خلک د ولسمشر نیکولاس مادورو د حکومت پر ضد مظاهرو ته را وبولي.
«یو شمیر افغان مهاجر د قبولۍ له پاره ځان د طالبانو غړی معرفي کوي»
د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې، د هغو پناه غوښتونکو په اړه بحث کې چې احتمالاً جنګي جنایتکاران دي، د عدم اطمينان له احساس څخه خبرداری وکړی دی او ویلي یي دي چې ډیري دغه اطلاعات د هغو کسانو په هکله دي چې له آلمان څخه د باندې ژوند کوي. د بیلګې په توګه د افغانستان او پاکستان هیوادونو یو شمیر پناه غوښتونکي د خپلې پناهندګۍ په عریضه کې ادعا کوي چې د اسلامپاله ډلو لکه د طالبانو غړي دي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ترکیي ته د سفر په هکله خبرداری سخت کړی دی
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د ارزونې له مخې هغه آلمانان چې ترکیي ته سفر کوي، کیدای شي د دغه هیواد د ادارو له خوا له ستونزو سره مخامخ شي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د ترکیي د کورنیو چارو وزارت هغو څرګندونو ته اشاره کړې ده چې له مخې یي ممکن هغه سیلانیان ونيول شي کوم چې له ترکیي څخه د باندې یي د هغو سازمانونو په غونډو کې ګډون کړی وي چې په ترکیه کې پرې بندیز لګول شوی دی.
شمالي کوریا د ولس تر ټولو عالي شورا انتخابوي
په شمالي کوریا کې کمونیستي رهبري نن د تر ټولو لوړې ولسي شورا انتخابات تر سره کوي. د کیم جونګ اون، واک ته تر رسیدو وروسته دا د دې ډول دویمې ټاکنې دي. په دغه منزوي هیواد کې د تر ټولو عالي ولسي شورا د ۶۸۷ غړو ټاکل کیدل یوه نمایشي مسئله بلل کیږي. دا په داسي حال کي چي د اپوزیسیون ډلې جوړول په دې هیواد کې منع دي. د يادي شورا استازي په کال کې یوازې یو یا دوه واره جلسه دایروي.
د آلمان ولسمشر د یهودي ضديت پر وړاندي د مبارزې غږ کړی
د آلمان ولسمشر فرانک والتر شټاینمایر، پر ولس غږ کړی دی چې له يهوديانو سره د ضديت يا دښمنۍ پر وړاندې دې قاطع مبارزه وکړي. نوموړي د «ورورګلوۍ د اونۍ» په نوم يهودي او عيسوي هفتې په پيل کې په نورنبرګ کې وویل، هغه څوک چې د یوه سوله ایز او د ژوند وړ هیواد پلویان دي، باید د یهودانو پر وړاندې د هر ډول دشمنۍ پر ضد قیام وکړي.