د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
ظريف: اروپايان د اتومي تړون ژغورلو له پاره کافي هلې ځلې نه کوي
د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف پر اروپايانو غږ کړی دی چې د متحده آيالاتو د مخالفت سربېره دې هم له ايران سره د اتومي تړون د مراعتولو له پاره زيات کوښښ وکړي. ظريف د مونشن په امنيتي کنفرانس کې وويل چې « که اروپا د امريکا د متحده ايالاتو د يواړخيزتوب د بهير د استقامت پر ضد لامبو وکړي، نو ورته په کار ده جرئت وکړي او ځان لوند کړي.»
د آلمان پر حساسو زیربناو سایبري بریدونه زیات شوي
«ولټ ام زونټاګ» آلمانۍ ورځپاڼې د آلماني ادارو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د آلمان د معلوماتي ټکنالوژۍ د امنیت ادارې د ۲۰۱۸ م کال په دویمه نیمایي کې د ۱۵۷ داسې بریدونو خبر ورکړی دی. زياته شوې چي له يادو بريدونو څخه ۱۹ يې د بریښنا پر شبکې شوي دي. دا په داسې حال کې چې په ټول ۲۰۱۷ م کال کې د آلمان پر حساسو جوړښتونو د ۱۴۵ سایبري بریدونو خبر ورکړل شوی وو.
د داعش د جنګیالیو د محاصره کیدو ادعا
د فرانسې خبري آژانس په حواله د سوریي د آزاد دیموکراتیک ځواکونو، چې د امریکا له خوا یې ملاتړ کیږي قوماندان ادعا کړې ده چې د سوریي په ختیځ «باغوز» کلي کې یې د «اسلامي دولت» ډلې پاتی جنګیالي محاصره کړي دي او ډیر ژر به یې قوت په بشپړ ډول ختم کړي.
د ګوایدو پلویانو د مرستندویه موادو د ویشلو سوګند کړی
د ونزیویلا په پلازمېنه کاراکاس کې د خوان ګوایدو چې ځان د ونزیویلا ولسمشر بولي په زرګونو پلویانو له ده څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. دوی سوګند وکړ چې له بهر څخه د ورتلونکو مرستندویه توکو په ویشلو کې به مرسته وکړي. تر اوسه پورې دغه مرستې له ګاونډیو هیوادونو سره په سرحدي پولو کې درول شوي دي. ګوایدو له پوځ څخه وغوښتل چې د اپوزیسیون ترڅنګ ودریږي او د بهرنیو مرستو راتګ ته اجازه ورکړي.
ترمپ پر اروپايانو باندې د داعش جنګياليو د بېرته ورپرېښودلو غږ وکړ
د متحده آيالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له اروپا څخه غوښتي دي چې د «اسلامي دولت» نومې تروريستي ډلې نيول شوي جنګيالي دې بېرته ومني. ترمپ په تويتر کې ليکلي دي چې آلمان، بريتانيا او نور هېوادونه بايد څه باندې ۸۰۰ د داعش جنګيالي «بېرته واخلي او په خپلو هیوادونو کې دې یې محاکمه کړي». که نه نو په خبره یي امريکايان مجبوره دي چې دغه نيول شوي کسان خوشې کړي.
سلګونو زرو کاتالونیانو د بيلتون غوښتونکو د محاکمې پر ضد مظاهرې وکړې
په بارسلونا کې لږ تر لږه۲۰۰ زرو کسانو د کاتالونیا د جدایي غوښتونکو مشرانو په ملاتړ مظاهرو کې ګډون وکړ. مظاهره کونکو په خپلو پلاکاټونو او شعارونو کې د دولسو تورنو کسانو پر وړاندې د محاکمې د درولو غوښتنه کوله. په مادرید کې لوی څارنوال دغه کسان، د ۲۰۱۷ په اکتوبر میاشت کې د هسپانيي د تجزیه کولو، د کاتالونیا د خپلواکۍ او شورش پيدا کولو په هڅو تورن کړي دي.