د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د ملګرو ملتونو د نظارتي ډلې غړي يمن ته رسېدلي
د ملګرو ملتونو هغه ډله د يمن حديده بندري ښار ته رسېدلې ده چې د اوربند د څارلو او نظارت وظيفه پر غاړه لري. د هالنډ پخوانی جنرال، پاتريک کامارت، د نظارتي ډلې له پېش قراول څخه بدرګه کېده. دغه ناظران به په تېره بيا د هوايي میدان د چلېدنې تضمين کوي چې ټول هېواد ته خوراکي توکي رسوي. سربېره پر دې به هغوی له دغه ښار څخه د حوثي ياغايانو شاتګ هم څاري.
د بريتانيا پوليسو دوه شکمن کسان ونيول
د ډرون الوتکو له لارې د لندن په هوايي ډګر ګيتويک کې د مزاحمت جوړولو په تور پلټونکو دوه شکمن کسان نيولي دي. دغه خبره پوليسو د انګلستان په ساسيکس سيمه کې کړې ده. د ډرون طيارو له کبله د پروازونو د متوقف کيدلو له لاسه د چارشنبې ورځې د ماښام راهيسې تقريبا ۱۵۰ زره سپرلۍ متاثره شوي دي.
زرغون ګوند د آلمان د پخوانو افغان کارکوونکو منل غوښتي دي
د آلمان د زرغون ګوند سياستوالو د آلمان له حکومت څخه غوښتي دي چې د آلمان پوځ د پخوانو افغان همکارانو د منل کېدو لارې چارې دې رامنځ ته کړي. وروسته له هغه چې په مزار شريف کې د آلمان پوځ د اډې مخکې څو ځله احتجاجونه شوي ول، بايد د وسله والو طالبانو له خوا دغو کسانو ته د ګواښ په هکله بيا ارزونه تر سره شي. دغه غوښتنه آمتسبېرګ، نوري پور او بروګر د کورنيو چارو، دفاع او بهرنيو چارو له وزارتونو څخه کړې.
په موګاديشو کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې ده
د سوماليا پلازمېنه موګاديشو دوو بمي بريدونو لړزولې ده. د پوليسو په حواله په دغو پېښو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي او نور ډېر ژوبل شوي هم دي. داسې ويل کيږي چې دوو ځانمرګو بريد کوونکو دغه بمونه د ولسمشرۍ ماڼۍ تر څنګ، د کنترول په يوه پوسته، له ملي تياتر سره او په يوه څلورلاري کې چاودلي دي. تندلارې د الشباب مليشې د بريدونو پړه منلې ده.
په متحده آيالاتو کې ډېرې ادارې وتړل شوې
د امريکا په متحده آيالاتو کې د نيمې شپې راهيسې يعنې د اروپا په وخت د سهار د شپږو بجو راهيسې پر دولتي بودجې بنديز وضع شوی دی، دا په دې معنی چې مختلفې دولتي موسسې خپل کار ته نور دوام نه شي ورکولای. په کانګرېس کې د جمعې راهيسې داسې هڅې هم ناکامې شوې دي چې غوښتل يې د بودجې په سر لانجه هواره او د «شات ډاون» په نوم د ادارو د تړل کېدو مخه ونيسي.
د ويکيليکس د بنسټ ايښودونکی دعوا په اکوادور کې ناکامه شوه
د افشاګريو د يوه پليټ فارم، ويکي ليکس، د بنسټ ايښدونکي، جوليان اسانج يوه حقوقي دعوا په اکوادور کې ناکامه شوه. اسانج په لندن کې د دغه هېواد په سفارت کې پناه اخيستې ده او غوښتل يې چې د خپلې استوګنې د شرايطو پر ضد اعتراض وکړي. د استيناف محکمې د اسانج دغه دعوا په دې دليل رد کړه چې د حاکمو قوانينو پر ضد سرغړونه پکې نه ليدل کيږي. نوموړي آستراليايي غوښتل چې د استوګنې شرايط يې ښه کړل شي.