د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د ۵۹ کډوالو وړونکې کښتۍ هساپنيې ته ورتلی شي
د «پرو آکتيويا اوپن آرمس» په نوم د کمکي سازمان يوه کښتۍ اوس کولای شي چې د بارسلونا بندر ته مخه وکړي. له دې مخکې په دې هکله جنجال شوی و. هم ايټاليې او هم مالتا دغه کښتۍ نه ورپرېښودله. د ايټاليې د کورنيو چارو وزير، ماتېو سالويني، په فېسبوک کې وويل چې دغې کښتۍ کډوال د ليبيا د امن سيمې په اوږدو کې له ځان سره اخيستي ول. د ښي اړخي لېګا ګوند دغه سياستوال وويل چې تر ټولو نژدې بندر په مالتا کې دی.
اس پي دي د پناه د سياست په اړه کاغذ وړاندې کړ
د آلمان سوسيال دموکرات ګوند د اتحادي ګوندونو تر منځ د پناه د سياست په برخه کې د لانجې له کبله د خپلو نظرياتو په اړه يو کاغذ خپور کړی دی. د «دېر شپيګل» مجلې ته د بنځه نقطو لرونکی داسې يو جامع پلان وړاندې شوی چې د دغه ګوند مشرتابه او د ګوند مشرې، اندريا نالس، په ګډه رامنځ ته کړی دی. پکې راغلي دي چې اس پي دي ګوند د پناه د يو مشترک اروپايي سيستم څخه ملاتړ کوي.
د پناه د لانجې له پاره تعيينونکي ورځ رارسېدلې ده
د مهاجرت د موضوع په اړه د سي دي يو او سي اس يو ګوندونو تر منځ د لانجې په برخه کې نن د دواړو اتحادي ګوندونو تر منځ د راتلونکو تدابيرو په کله سلامشورې کيږي. د صدراعظمې انګلا مېرکل له خوا د اروپايي ټولنې په وروستۍ سرمشريزه کې شوې پرېکړې هم مطرح دي چې په نورو هېوادونو کې د راجيستر شويو کډوالو د بېرته ستنولو په برخه کې شوې دي. مېرکل وايي چې له ۱۴ اروپايي هېوادونو څخه يې د چټک اخراج وعدې تر لاسه کړې دي.
د عراق پارلمان بايد منحل شي
په عراق کې تر ناندرئيزو پارلماني انتخاباتو کابو دوه مياشتې وروسته دغه هېواد د قدرت له تشې سره مخامخ دی. د اساسي قانون له مخې په ځايي وخت د نيمې شپې له خوا د حکومت او د استازو د پخوانۍ جرګې دوره پای ته رسېدلې ده. د صدراعظم، حيدر العبادي، تر مشرۍ لاندې کابينه اوس يوازې د سرپرستانو کابينه ده، په داسې حال کې چې پارلمان بايد منحل شي. د می په ۱۲مه په شويو انتخاباتو کې د درغليو په تور لانجه وشوه.
مکسيکو نوی ولسمشر ټاکي
په مکسيکو کې نن د ولسمشرۍ انتخابات جريان لري. تر ټولو مخکښه کانديد، سياستوال اندرېس مانويل لوپېس اوبرادور بلل کيږي. د مکسيکو د ښار دغه پخوانی ښاروال غواړي چې په خپل هېواد کې تشدد او د مخدره موادو د ډلو فعاليت بند کړي. سربېره پر دې يې د بې وزلۍ پر ضد د ټولنيزو پروګرامونو اعلان هم کړی دی. د ولسمشرۍ تر څنګ پارلماني، سيمه يز او محلي انتخابات هم صورت نيسي. د مکسيکو يو مرکزي مشکل تاوتريخوالی دی.
اوروګوای د نړيوال جام يو په څلورو سيالۍ ته ووت
له فرانسې وروسته اوس اوروګوای هم د فوټبال د نړيوالو اتلوليو يو په څلور فاينل ته رسېدلی دی. د جنوبي امريکا دغه ټيم پرتګال ته ۲: ۱ ماتې ورکړه. فرانسې له دې مخکې له ارجنټاين څخه ۴: ۳ لوبه ګټلې وه.