د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
په افغانستان کې یو امریکايي سرتیری وژل شوی دی
د شنبې په ورځ د امریکا د پوځ له لوري په یوه لنډه اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ یو غړی وژل شوی دی. په اعلامیه کې د وژل شوي امریکايي سرتیري د هویت، د وژل کیدو د پیښې د څرنګوالي، ځای او وخت په هکله نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
پاکستان د تحریک لبیک مشر نیول دی
په پاکستان کې د آسیه بي بي د آزادیدو په اړه د محکمې د پریکړې په غبرګون کې تر پراخو احتجاجونو وروسته، د «تحریک لبیک پاکستان» مذهبي ډلې مشر خادم حسین رضوي نیول شوی دی. د پاکستان د حکومت په حواله د دغه مذهبي مشر نیول کیدل د آسیه بي بي له قضیې سره ارتباط نه لري. چارواکو ویلي چې پولیسو هغه نن د شنبې ورځې له پاره د یوې اعلان شوې مظاهرې په خاطر په حفاظتي بند نیولی او یو میلمستون ته انتقال شوی دی.
په کندهار کې د پوځ د چورلکې لویدو مرګ ژوبله اړولې
د شنبې په ورځ په جنوبي کندهار ولایت کې د پوځ یوې چورلکې د تخنیکي ستونزې له کبله بیړنۍ ناسته کړې. د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جواد رسنیو ته ویلي چې تر بیړنۍ ناستې وروسته یادې چورلکې اور اخیستی چې له کبله یې د پوځ دوه سرتیري وژل شوي دي. د ملي دفاع وزارت د ویاند په خبره په دې پیښه کې دوه نور سرتیري ټپیان شوي دي. طالبانو بیا د دغې چورلکې د ویشتلو او نسکورولو ادعا کړې ده.
زیهوفر د عوامپاله ګوندونو پر ضد د ګډې جبهې پر جوړولو غږ کړی
د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د ملگرو ملتونو د مهاجرت د تړون په برخه کې د عوامپاله ښي اړخو پر وړاندې د ګډې جبهې جوړولو غږ کړی دی. نوموړي په آلمان کې عوامپاله ښي اړخي ګوند ته په اشارې سره وویل چې که چیرته موږ د دې موضوع په تړاو د «آلمان له پاره د بدیل» ګوند فشارونو ته تسلیم شو، په دې صورت کې باید د نورو فشارونو انتظار هم وباسو. دغه تړون به په ډسمبر میاشت کې نهايي او پرې توافق وشي.
امریکايي ادارو د اقلیمي بدلون د ناوړه پایلو په هکله خبرداری ورکړی
د متحده ايالاتو د حکومتي ادارو يو رپوټ په دغه هېواد کې د اقليم د بدلون له لارې له سختو زيانونو څخه خبرداری ورکوي. په دغه څېړنه کې چې د بېلابېلو وزارتونو او د ناسا له خوا جوړه شوې ده، راغلي چې له روغتيا، کرنې او صنعتي حلقو څخه نيولې د انرژۍ او اوبو تر سمبالښته پورې د امريکايي ټولنې ټولې برخې د نړيوالې تودوخې له کبله اغېزمنې کيږي.
ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا باندې وضع شوي بندیزونه نرم کړي
پر شمالي کوریا باندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تازه بندیزونو کې پر یو لړ استثنااتو توافق شوی دی چې له مخې به یې د شمالي او جنوبي کوریا ترمنځ غځیدلي سړکونه او د اورګاډي پټلۍ د تګ راتګ له پاره پرانیستل کیږي. د دواړو کوریاګانو ترمنځ دغه لارې په ۱۹۵۳م کال کې د کوریا تر جګړې وروسته تړل شوې وې.
د بریګزيټ په هکله ځانګړې سرمشريزه کېدای شي لغوه شي
د هسپانيې صدراعظم، پېدرو سانشس، له دې امله که چیرته د جبل الطارق سيمې په سر راولاړه شوې شخړه هواره نه شي، د یادې غونډې د لغوه کولو ګواښ وکړ. د بريتانيې صدراعظمه تريزا می غواړي چې نن د اروپايي کميسيون له مشر ژان کلود يونکر سره مشورتي خبرې وکړي. که د يکشنبې ورځې په ياده ځانګړې سرمشريزه کې د برکزيټ تړون نهايي شي، ښايي له بروکسل سره د لندن دغه کشمکش چې له يو نيم کال راهيسې روان دی، هم پای ته ورسيږي.