د نړۍ مهم خبرونه له انځور سره
په آلمان کې پر یو شمیر افغان مهاجرینو ډله ایز برید شوی
د آلمان پولیسو ویلي چې دوو کسانو چې احتمالاً آلمانان دي د آلمان د هازلفیلد ښار په یوه لوبغالي کې د افغان مهاجرینو پر یوې ډلې برید کړی دی. د پولیسو پلټنې ښيي چې دغه کسان د څلورو افغان مهاجرینو خوا ته ورنژدې شوي، دوی ته یې له نفرته ډکې او د توکم پالنې خبرې کړي او بیا یې ورباندې حمله هم کړې ده. د پولیسو په حواله یو ۱۷ کلن افغان د دغه برید په پایله کې په سطحي توګه ټپي شوی دی.
د آلمان دفاع وزیره په عراق کې په مذاکراتو بوخته ده
له عراق څخه د لیدنې پرمهال د آلمان دفاع وزیرې له خپل عراقي سیال عرفان الحیالي سره هم ملاقات کړی دی او د آلمان د پوځ د ماموریت په هکله یې خبرې اترې کړي. د آلمان پوځ له اردن څخه په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې یا داعش د ملیشو پر وړاندې په مبارزه کې ونډه لري. د آلمان د پوځ دغه ماموریت د دې هیواد د پارلمان یا بوندیستاګ له لوري تمدید شوی دی.
په سوریه کې محلي ټاکنې ترسره شوي
د یکشنبې په ورځ له میلیونونو سوریایانو غوښتل شوي چې له شپږو کلونو وروسته د دې هیواد په ټاکنو کې ګډون وکړي. چارواکو ویلي چې شاوخوا ۴۰ زره کسانو له ۱۸ زرو څخه د ډیرو محلي شوراګانو د څوکیو له پاره ځانونه نوماند کړي دي. د سوریې ځینې برخې لکه شمالي الرقه ولایت چې د کردانو په کنترول کې دی او همدا راز د ادلب په سیمه کې چې د یاغیانو له اصلي سنګرونو څخه شمیرل کیږي، دغه ټاکنې ناممکنې بریښي.
په آلمان کې ناپیژندو کسانو پر سومالیايي مهاجرو برید کړی
د آلمان په هالبرتشتات ښار کې یوې پنځه کسیزې ډلې د سومالیايي مهاجرینو پر یوې درې کسیزې ډلې برید کړی چې په پایله کې یې درې واړه سومالیايي مهاجرین او یو بریدګر ټپيان شوي دي. دغه پیښه د آلمان د کوتن ښار ته څیرمه شوي دي. کوتن د آلمان هغه ښار دی چې څه موده مخکې پکې یو ۲۲ کلن آلمانی له مهاجرینو سره د فزیکي شخړې په پایله کې ووژل شو.
د لندن ښاروال د بریګزیت په هکله د ټول پوښتنې غوښتنه کړې
د لندن ښاروال صدیق خان غواړي چې د بریګزت یا له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیې د وتلو له پاره یوه بله ټول پوښتنه یا ریفرنډم ترسره شي. د صدیق خان په وینا، له همدې کبله له اروپايي ټولنې سره د بریګزیت د موافقتنامې او همدا راز د یوه نا منظم بریګزیت د احتمالي خطرونو په هکله باید له خلکو څخه نظر وغوښتل شي. نوموړي زیاته کړې چې د لندن مالي مرکز به د بریګزیت له کبله په ځانګړې توګه ډیر زیان وویني.
د فنلنډ ولسمشر: په اروپايي ټولنه کې اروپايي روحیه له منځه تللې
د فنلنډ ولسمشر سایولي نینیستو د اروپايي ټولنې د وضعیت په هکله خپله اندیښنه څرګنده کړې ده. هغه ویلي چې په اروپايي ټولنه کې اروپايي روحیه له منځه تللې او له اقیانوسه هاخوا د اړیکو په وضعیت کې ستونزې موجودې دي. د فنلنډ ولسمشر همدا راز زیاته کړې چې هغه خپل ګاونډي هیواد روسیې ته د یوه ګواښ په سترګه نه ګوري. فنلنډ د ۱۹۹۵م کال راهیسې د اروپايي ټولنې غړی هیواد دی.