د نړۍ مهم خبرونه له انځور سره
په فراه کې د پوځ د چورلکې لویدو پنځه تنه وژلي
د شنبې په ورځ یوه افغان چارواکي وویل چې یوه پوځي هلیکوپتره د فراه په ولایت کې ویشتل شوې او پکې سپاره دوه پیلوټان او د پوځ درې نخښه ویشتونکي وژل شوي دي. د فراه د ولایتي شورا مشر فرید بختور، د پیښې په هکله وویل چې داسې ګمان کیږي چې د جمعې په ورځ ناوخته پر دغې هلیکوپترې طالب جنګیالیو ډزې کړي وي او بیا وروسته د تخنیکي ستونزو له کبله د دې ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې رالوېدلې ده.
د پاکستان خارجه وزیر له ولسمشر غني سره د سولې په هکله غږیدلی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د شنبې په ورځ د یوه رسمي سفر له پاره کابل ته رسیدلی او له ولسمشر غني سره د کتنې پر مهال يې د سولې او امنیت په هکله خبرې کړې. د ارګ د اعلامیې په حواله د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په دې کتنه کې ولسمشر غني په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې د پاکستان ملاتړ اړین بللی دی. په دې ترتیب سره دا د قریشي لومړنی بهرنی رسمي سفر دی.
په اتریش کې پناه غوښتونکو توقیف ځای ته اور اچولی
د شنبې په ورځ د اتریش په يوه محبس کې د اورلګيدنې له ځايه پنځه افغان او يو ايرانی مهاجر روغتون ته رسول شوي دي. د ويانا د پوليسو په حواله، په دغې خونه کې يو ليک هم موندل شوی چې يوه برخه يې سوځيدلې ده. په ظاهره د دغه ليک له متحوا څخه داسې ښکاري چې دغو مهاجرو غوښتل چې ځان وژنه وکړي. د ویانا د پوليسو وياند ویلي چې اخراجيدونکو مهاجرو هڅه کوله، خونې ته د اور وژنې او پوليسو د مامورينو د ننوتلو مخه ونيسي.
د ایران خارجه وزیر د یورانیمو د بیا غني کولو په هکله اروپا ګواښلې
د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف اروپايي ټولنې ته ګواښ وکړ چې که د ایران له اتومي تړون څخه د امریکا متحده ایالاتو تر وتلو وروسته، دغه ټولنه په غیر فعاله توګه عمل وکړي، ایران به د یورانیمو د غني کولو پروګرام له سره پیل کړي. ظریف د شپیګل په نامه آلمانۍ مجلې ته په دې هکله وویل چې اروپايان او د دې تړون نور لاسلیک کوونکي باید د امریکا متحده ایالاتو له لوري د اوښتو اغیزو د جبران له پاره لاس په کار شي.
میرکل غواړي چې پر روسیه وضع شوي بندیزونه په خپل ځای پاتې شي
د لتوانیا په پلازمینه ویلنیوس کې د لتوانیا، لاتویا او استونیا حکومتونو له مشرانو سره تر کتنې وروسته میرکل ویلي چې تر هغو پورې چې د مینسک په تړون کې پرمختګ ونه لیدل شي، د روسیې پر وړاندې د وضع شوو بندیزونو په هکله خبرې نه کیږي. د دغه توافق په اساس چې په ۲۰۱۵م کال کې د آلمان او فرانسې په منځګړتوب د بلاروس په پلازمینه مینسک کې وتړل شو، د اوکراین په ختیځ کې باید یو اوربند حاکم شي.
په ناوړه جنسي ګټه اخیستنه کې د رهبرۍ په سطحه کشییشان ښکیل دي
د کاتوليکي کليسا د منسوبينو په منځ کې چې ورباندې پر ماشومانو د جنسي تېري تور پورې شوی، داسې کشيشان هم شامل دي چې د مشرۍ او رهبرۍ دندې لري. د «دي وېلټ» په نامه یوې آلمانۍ اوونیزې ته د آلمان د اسقفانو د کنفرانس يوه څېړنه په لاس ورغلې ده چې ښايي ډېر ژر به خپره هم شي. د دغې څیړنې په حواله له ۱۶۷۰ تورنو کسانو څخه لس سلنې د خپل کاري ژوند په ترڅ کې په کليسا کې کومه مخکښه دنده هم پر غاړه لرلې ده.