د نړۍ مهم خبرونه له انځور سره
په کابل کې د استخباراتو پر روزنیز مرکز برید پای ته رسیدلی
پولیس وايي چې دوو وسلوالو د استخباراتی ادراې پر یوه رونیز مرکز برید کړی ؤ او د امنیتی ځواکونو له خوا ووژل شول او په دې سره برید پای ته ورسید. کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي چې له وسلوالو سره نښتې تقریبا شپږ ساعته دوام وکړ تر هغه پورې چې پولیس وتوانیدل د هغو د برید ځای ته ورننوځي او هغوی ځای پرځای له منځه یوسي. د هغه د وینا له مخې برید کونکو په یوې نه بشپړ شوې ودانۍ کې ځای نیولی ؤ.
د کابل د خونړي برید مسوولیت داعش ډلې منلی
د یو رپوټ له مخې د «اسلامي دولت» نومې ترهگرې ډلې تبلیغاتي انترنتي شبکې اعماق په کابل کې پر یوه روزنیز مرکز د چهارشنبی د ورځې د برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی. د کابل د دشت برچي د موعود - اکادمي کې د یوه ځانمرگي برید په نتیجه کې د وروستیو رپوټونو له مخې ۳۴ تنه ووژل شول او ۵۶ نور ټپیان شوي دي. تر دې مخکې د ۴۸ کسانو د وژل کیدو او ۶۷ نورو د ټپي کیدو رپوټ ورکړل شوی ؤ.
د آلمان د اورګاډو شرکت غواړي له ایران څخه ووځي
د ایران پر ضد د امریکا متحده ایالاتو د بندیزونو له امله د آلمان د اورگاډي شرکت « دویچه بان» له ایران څخه وځي. د نوموړي شرکت یوې ویاندې نن ( پنجشنبه) وویل چې « دویچه بان په اوسني وخت کې له خپل فرعي شرکت، DB Enginnering and Consulting سره په ایران کې په دوو پروژو کې ونډه لري.
م. م په جاپان کې د ګارګرو د ناوړه ګتې اخیستنې خبرداری ورکړی
د ملگرو ملتو د بشري حقونو کارپوهانو د هغو کارگرانو د استثمار څخه خبرداری ورکړی چې د جاپان د فوکوشیما د اټومي بټیو په شاوخوا کې د پاک کاري په کارونو بوخت دي. په ژنیف کې د ملگرو ملتو په یوې خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې جاپان باید د هغو لسهاو زور کارگرو ساتنه وکړي چې د ۲۰۱۱م کال په مارچ کې د فوکوشیما د اټومي بټیو د ویجاړیدو څخه وروسته د هستوي زهري وړانگو سره د ملوث کیدو له خطر سره مخامخ دي.
قطر غواړي په ترکیه کې ۱۵ میلیارده ډالر پانګونه وکړي
د امریکا متحده ایالاتو د بندیزونو څخه وروسته او د ترکیي د پیسو د ارزښت د راټیټیدو په ترڅ کې قطر ترکیې ته د مالي ملاتړ لاس ورکړی دی. د ولسمشر رجب طیب اردغان یو ویاند وویل چې د قطر د امیر تمیم بن حماد الثاني او د اردوغان د یوې لیدنې کتنې څخه وروسته قطر ژمنه وکړه چې په ترکیه به ۱۵ ملیارد ډالرو پانگونه وکړي. دغه ویاند د دواړو هیوادنو « د رښتینې دوستۍ» څخه یادون وکړ.
ګوتریس د اسرائیلو له لوري دغزې د سرحدي لارې د پرانیستو هرکلی کړی
د ملگرو ملتو عمومی منشي انتونیو گوتریس، له اسرائیلو سره د غزې د یواځیني عبوري سرحد له پرانیستلو څخه هرکلی وکړ او د یو اوربند لپاره یې د مصر او ملگرو ملتو د منځگړیتوب غوښتنه وکړه. گوتیریس د چهارشنبه په ورځ په نیویارک کې له ټولو اړخونو وغوښتول چې د اسرائیلو او تند لارې حماس ډلې ترمنځ د تشدد مخه ونیسي او په غزه کې د بشري وضعیت له ښه کیدو سره مرسته وکړي.