د نړۍ لس تر ټولو ښکلې لويي لارې
په نړۍ کې ځيني داسې لويي لارې شته چې له ښکلو دنګو غرونو، سرسبزو ځنګلونو، پراخه ورشوګانو او سمندر له ساحلونو تیريږي. دغه ډول لس لويي لارې دلته ليدلی شئ:
۶۶ مسير
دا د نړۍ له مشهورو سړکونو څخه يو دی او کابو څلور زره کيلومتره اوږد دی. دا د امريکا داسې پرله پسې هواره لار ده چې ختيځ له لوېديځ سره وصل کوي. دغه لويه لار شيکاګو او الينوای له سانتا مونيکا او کليفورنيا سره نښلوي. دا لار سيلانيانو ته ډېره په زړه پورې ده.
آيسفيلډز پارک وې
آيسفيلډز پارک وې د ۹۳مې لويي لارې په نوم هم شهرت لري. د کاناډا له غرونو تيره شوې دا لويه لار ډېره ښکلې ده. دا سړک په پخوانيو کنګلونو، آبشارونو، ونو او زمردي جهيلونو کې تېر شوی دی. خو سړی باید پام وکړي چې پر دې لاره د تیلو د پمپونو ترمنځ واټن ډېر زيات دی.
پان امريکن لويه لاره
د ۲۵۷ زرو او ۵۰۰ کيلومترو حيرانونکي اوږدوالي سره دا سړک په امريکا کې غځيدلی دی. دغه سړک الاسکا او د جنوبي امريکا يو شمير سيمې سره نښلوي. دا سړک له شلو بېلو هېوادونو څخه تېريږي او په اوږدو کې یې پراته ځنګلونه، صحراوې او غرونه لا پسې ښکلې کوي. لکه د پيرو په دې انځور کې.
د آلپ لويه لاره
په غرونو کې تیريدونکې دا لاره په ژنيو جهيل کې تر تیريدو وروسته فرانسې ته رسيږي. ۷۰۰ کيلومتره اوږده دا لويه لاره د فرانسې په آلپ غرونو کې تیريږي. د دې لارې په اوږدو کې يو شمير ښکلې درې پرتې دي. غرونه په وريځو پوښل شوي وي او پر دې لاره د ښکلو منظرو کمښت نه شته. د هوا وضعيت ته په کتو سره دا لاره له جون څخه تر اکتوبر مياشتې پورې پرانيستي وي.
روسفيلد پانوراما
د آلمان په جنوب ختیځ کې د بايرن ايالت په غرونو کې د موټر چلونې شيبې تر ډېره د سړي په ياد وي. دا لويه لاره د آلپ د غرونو يوه ډېره ښکلې منظره وړاندې کوي. د موټر سايکل او باسيکل چلوونکو له پاره دا لاره ډېره په زړه پورې ده او تقريباً ټول کال پرانيستي وي. پر دې سربيره دا سيمه د غره ختونکو له پاره هم ډېره په زړه پورې ده.
د امالفي ساحلي لار
د ايټاليا له امالفي ساحل ترڅنګ سفر کول او غرونه له نزدې ليدل خپل خوند لري. دلته سړی د خليج ساليرنو له ښکلې منظرو خوند اخيستلی شي. د يوازې ۵۰ کيلومترو دا سفر چې په ترڅ کې يې سړی له يو شمیر درو تیريږي، يوه نه هیرېدونکي خاطره ده.
چيمپين پېک ډرايو
د چمپين پيک ډرايو لار په جنوبي افريقا کې د اتلانتيک سمندر ساحل ترڅنګ تیريږي. دا لاره چې تل پکې بادونه لګيږي، د شلمې پيړۍ په پېل کې د نسبتاً نرمو غونډيو په توږلو سره جوړه شې ده.
ګريټ اوشن روډ
ګرېټ اوشن روډ چې د آسترليا د جنوب مشرقي ساحل ترڅنګ غځيدلی دی، ډېري ښکلې منظرې لري. پر نورو سربيره پر دې لاره سړی حيرانونکې غرونه او غونډۍ ليدلی شي.
سټيټ های وی ۸
سټيټ های وې ۸ ته ايس ايچ ۸ هم ويل کيږي. دا لاره له ټيکابو او پکاکي جهيل څخه تیريږي او شمال ته د ماونت کوک پر لوري غځېدلې ده. ماونټ کوک د نوي زيلنډ تر ټولو ستره د غرونو لړۍ ده. پر لاري په زړه پورې منظر دي.
کاتو يارک پاس
د روسیې کاتو يارک درې لاره د نړۍ په تر ټولو خطرناکو غرنیو لارو کې شمیرل کيږي. د هېواد په سويلي التای جمهوريت کې د ۳،۵ کيلومتره واټن دا سفر د سړي زړورتيا او نقليه وسیله آزموي. خو د دې لارې ښکلې منظرې بيا په دې سختيو ارزي.