د نړۍ لس تر ټولو غوره جمهوري هیوادونه
د جمهوریت د نړیوال انډیکس د شمیرو په اساس په ۲۰۱۷م کال کې لس تر ټولو غوره جمهوري هیوادونه په دې انځوریز البوم کې راټول شوي. له دې ډلې څخه ۷ یې په اروپا کې دي.
۱. ناروې
د جمهوریت د انډیکس د معلوماتو په اساس د اروپايي ټولنې غړی هیواد ناروې د ۹.۸۷ نمرو په درلودلو سره د ټولو هیواددونو په سر کې دی.
۲. آیس لنډ
په دې ډله کې دوهم ځای بیا آیس لنډ خپل کړی او ۹.۵۸ نمرې لري.
۳. سویډن
په دې ترڅ کې سویډن بیا ۹.۳۹ نمرې لري او دریم ځای یې خپل کړی دی.
۴. نیوزیلنډ
د اروپا له لویې وچې لیرې، جمهوري هیواد نیوزیلنډ بیا د ۹.۲۶ نمرو په اخیستو سره څلورم ځای خپل کړی دی.
۵. ډنمارک
په دې لړ کې ډنمارک بیا ۹.۲۲ نمرې اخیستې او په نړیواله کچه په پنځم ځای کی دی.
۶. ایرلینډ
د جمهوریت په نړیوال انډیکس کې آیرلنډ بیا ۹.۱۵ نمرې ترلاسه کړي او له کاناډا سره یوځای یې شپږم ځای خپل کړی دی.
۶۔ کاناډا
د امریکا په لویه وچه کې کاناډا د لیست په سر کې ځای لري او د جمهوریت په انډیکس کې یې ۹.۱۵ نمرې ترلاسه کړي او له آیرلینډ سره یوځای په شپږم ځای کې دي.
۸. آسترالیا
په دې ترڅ کې اتم ځای بیا آسترالیا خپل کړی او ټولې ۹.۰۹ نمرې لري.
۹. فنلنډ
اروپايي هیواد فنلنډ بیا ۹.۰۳ نمرې ترلاسه کړي او له سویزرلنډ سره یوځای په نهم ځای کې دی.
۹. سویزرلنډ
لسم جمهوري هیواد هم په اصل کې په نهم ځای کې دی. سویزرلنډ هم ۹.۰۳ نمرې ترلاسه کړي او له فنلنډ سره یوځای په نهم ځای کې دی.